امریکا ته راغلي د افغان لوبغاړو ټیم مهمه سیالي لري

د افغان المصافي ټیم چې مشري ېې د افغانستان کرکټ ملي ټیم لوبغاړی جاوید اجمدي کوي.نن به د فلوریډا ایالت د فورټ لورلډیل په میدان د میامي شارکس په نوم د میامي ایالتي کرکټ ټیم سره مخامخ کیږی.

د افغان المصافي ټیم چې د انجینر هارون به نوم د یو افغان لخوا تمویل شوی ټیم دی چې په لومړي ځل د افغانستان د ملي ټیم د څوارلس لوبغاړو سره د امریکا په یو ایس اوپن کرکټ ټورنامنټ کې برخه اخلي،تر دې دمه المصافي دوه سیالۍ کړي چې اوله ېې د هیوسټن د ایالتي ټیم او بله ېې د فلوریډا د یو ایس ال سټار ټيم نه بایلوده. خو د ټورنامنټ د مقرراتو په اساس افغان المصافي ټيم پینځو معتبرو ټیمونو کې شامل دی او سر دوه لوبو د ګټلو یا بایللو باوجود به هم مخکې پړاو ته ځي.

نجیب ترکي دویمه سیالۍ کې پنځوس نه زیاتې منډې وکړې

نوروز منګل چې د افغانستان د ټیم پخوانی کپتان هم و، د المصافي ټيم سره د لوبغاړي او روزونکي په توګه راغلی،نوموړی وايي چې لومړۍ لوبه مو د محیط سره د نابلدتیا او دویمه مو د خپلې بې احتیاطۍ له کبله وبایلدې. نوروز منګل وايي چې د دوه لوبو نه پ اوس لوبغاړي د یو نوي فکر سره میدان ته کوزیږي.

تر اوسه شوو دوه سیالیو کې مشهورو لوبغاړو ګلبدین نایب او نجیب ځدران د تمې سره سمه لوبه نه ده کړې .نجیب ترکي ،جاوید احمدي او شرف الدین اشرف او یمین احمدزي د یادولو وړ لوبه نندارې ته وړاندې کړې.

نن چې افغان المصافي د میامي ټیم ته ماتې ورکړي نو سیمي فاینل ته به لاره ومومي.