افغان ځواکونو فاریاب کې د طالبانو یو بل زندان مات کړی

افغان ځانګړو ځواکونو د روان لمریز کال په تیرو شاوخوا دریو میاشتو کې د وسله والو طالبانو شپږ زندانونه مات کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د افغان پوځ ځانګړو ځواکونو تیره شپه ( غبرګولي ۱۵ مه) د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له زندان څخه ۸۳ بندیان خوشې کړي دي.

د دفاع وزارت سرپرست ویاند زبیر عارف امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې طالبانو په دغه زندان کې نه یوازې د افغان امنیتي ځواکونو بندي منسوبین ساتل، بلکې د ښاغلي عارف پر وینا د خپلې ډلې څخه ناراضي طالبان او بهرني هیوادونو وګړي یې هم په دغه زندان کې ساتل.

ښاغلي عارف وویل " د دې ډلې ۳۱ د ملي اردو منسوبین، دوه کماندویان،د پولیسو ۱۴ منسوبین او دوه ملکي وګړي له دغه زندان څخه ازاد شوي دي".

د دفاع وزارت سرپرست ویاند وویل، چې۲۰ طالب وسله وال، د اسلامي دولت یا داعش څلور غړي او اته بهرني وګړي، چې په دې زندان کې ساتل کیدل هم له زندان را ایستلي او تر عدلي تعقیب لاندې نیولي دي.

د دفاع وزارت دغه چارواکي وویل، چې په بهرنیو وګړو کې "درې یې تاجکستاني او څلور نور یې قیرغزستاني" اوسیدونکي دي.

خو هغه د بل بهرني د هویت په اړه له څرګندونو ډډه وکړه.

د دفاع وزارت وايي، د عملیاتو پر مهال په جګړه کې درې طالب وسله وال هم وژل شوي دي.

د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا بندیان د قیصار ولسوالۍ د بازار شاخ په ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو په خپل زندان کې ساتل.

د بازار شاخ ولسوالۍ کې وسله وال طالبان څرګند فعالیت لري.

وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو له خوا په فاریاب ولایت کې د دغه زندان د ماتولو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلی.

د دفاع وزارت د شمیرنو له مخې د روان پسرلي د عملیاتو له پیل څخه تراوسه افغان ځانګړو ځواکونو د طالبانو شپږ زندانونونه مات کړي او په لسګونو بندیان یې د طالبانو له منګلو ازاد کړي دي.

اکثره دا زندانونه د هلمند، ارزګان او زابل په ولایتونو کې مات شوي.

خو دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان په یو شمالي ولایت کې د طالبانو له زندان بندیان ازادیږي.

په جنوبي ولایتونو کې یو شمیر اوسیدونکي وايي، طالبان په دغو ولایتونو او په ځانګړي ډول هلمند ولایت کې ډیر زندانونه لري.