د افغانستان د فوټسال لوبډلې د ځوانانو د المپیک نیمه پای لوبې ته لار ومونده

د افغانستان د اتلس کلنو د فوټسال ملي لوبډلې په سینګال کې د ځوانانو د ۲۰۲۶ کال د المپیک سیالیو په لړ کې د شنبې په ورځ (نومبر اومه) د کوربه ټیم په ماتولو سره ددغو سیالیو نیمه پای لوبې ته لاره پیدا کړه.

د افغانستان لوبډلي وکړای شول چې ددغو سیالیو کوربه هیواد سینګال ته شپږ د صفر په مقابل کې ماته ورکړي او په نیمه وروستي پړاو لاره پیدا کړي.

ټاکل شوېده د افغانستان د اتلس کلونو څخه ښکته عمر لرونکې لوبډله په نیمه وروستي پړاو کې له پرتګال سره مخ شي.

په دې لوبه کې علي رضا احمدي وتوانید چې د دریو ګولونو په وهلو سره د لوبې هاتریک د ځان په نامه ثبت کړي.

ذاکر حسین عبدالهي، احمد اسماعیلي او حسین حسیني هر یوه یو یو ګول وواهه.

د افغانستان ټیم ددغو سیالیو په الف ګروپ کې ۵-۰ پانامه او ۲-۱ ارجنټاین ته ماته ورکړه او بل پړاو ته د تګ لپاره د سینګال سره مخ شو.

ددغو لوبو د نیمه وروستي پړاو سیالۍ به د نومبر په نهمه نیټه او پای لوبه د همدې میاشتې په دولسمه نیټه ترسره شي.

د ۲۰۲۶ کال د ځوانانو د المپیک لوبې د نومبر له لومړۍ نیټې څخه بیا د همدې میاشتې تر ۱۲ نیټې پورې د سینګال په ډاکار او دیامنیادیو ښارونو کې ترسره کیږي.

دا سیالۍ د اتلس کلونو څخه د ټیټ عمر لرونکو ځوانانو ترمنځ په دوو برخو د هلکانو او نجونو ترمنځ ترسره کیږي.

دا د ځوانانو د المپیک په لوبو کې د فوټسال دویم دور سیالۍ دي. ددغو سیالیو لومړی پړاو په ۲۰۱۸ کال کې د بوینس ایرس په کوربتوب ترسره شوی وو.

سینګال لومړی افریقایي هیواد دی چې ددغو المپیکي لوبو کوربتوب کوي.