د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، اوس هغه وخت رارسېدلی چې د طالبانو مشر نجونو او ښځو ته اجازه ورکړي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
خلیلزاد په یوه پیغام کې چې د ایکس پر ټولنیزې شبکې کې خپور شوی، ټینګار کړی چې د افغانستان نجونې او میرمنې باید د زده کړو له حق څخه برخمنې شي او وکولای شي خپلو زده کړو ته په ښوونځیو او پوهنتونونو کې دوام ورکړي.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان په افغانستان کې بېرته واک ته رسیدلي، د نجونو د ثانوي زده کړو او د ښځو د لوړو زده کړو په برخه کې سخت محدودیتونه لګول شوي دي.
د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او ښځې یې له پوهنتونونو هم منع کړې دي.
د ملګرو ملتونو ادارو، نړیوالو سازمانونو او د زده کړو فعالانو په وار وار له طالبانو غوښتي چې دغه محدودیتونه پای ته ورسوي او نجونو او ښځو ته د زده کړې حق بېرته ورکړي.
د زده کړو ملاتړي هم وایي چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو بېرته ستنېدل به د هېواد د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره مهم ګام وي.
د طالبانو چارواکو مخکې ویلي چې د نجونو د زده کړو لپاره د اسلامي اصولو له مخې د یوه مناسب چوکاټ پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې د لېسو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو لپاره کومه مشخصه نېټه نه ده اعلان کړې.