افغانانو سږکال د حج مراسم څنګه تیر کړل؟

سږکال ډیر افغانان حج ته تللي وو. په هغو افغانانو کې چې حج ته تللي دي یو شمیر یې حج ته د سفر او اوسیدو په بندوبست خوشحاله او ځنی نور ناراضه وو.
د پنجشنبې په ورځ د حج مراسم په رسمي ډول پای ته رسیږي. سږکال ډیر افغانان حج ته تللي وو. یو شمیر حاجیان ناراضه دي چې د دوی د سفر او اوسیدو بندوبست سم نه و.

خو ځینې نور حاجیان بیا وايي چې سعودي عربستان د تیرکال نه سږکال ډیرې اسانتیاوي برابري کړي وي.

افغان حاجیان وايي چې د تگ راتگ چارې ډیرې ښې وي. دغو حاجیانو وویل چې سږ کال سره د دې چې د دوه ملیونو نه زیات مسلمانان د حج د فریضی د ادا کولو دپاره سعودي عربستان ته تللي دي خو دومره ښه بندوبست شوی و چې په بیړوبار کې هیڅوک د پښو لاندې نه شول. خو حاجیان دا هم وايي چې سږکال د تیر کال په مقایسه هوا ډیره گرمه وه.


دغه خبرې درېیو افغان حاجیانو کړې دي. د زیبا خادم راپور دلته اوریدلی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

افغان حاجیان په مینا کې