نی سازمان: په افغانستان کې رسنۍ د طالبانو غږ منعکسوي

په جلا وطنۍ کې د ني سازمان دفتر وايي، د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې د "بیان آزادۍ" په ګډون هیڅ آزادي نشته.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ دې ادارې د رسنیو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې رسنۍ هیڅکله هم دومره نه وې ځپل شوې لکه څنګه چې نن سبا ځپل کیږي.

له هغه وخته چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان کنټرول بیرته ترلاسه کړ، په هیواد کې پر رسنیو سخت محدودیتونه لکیدلي دي.

په جلاوطنۍ کې د ني د دفتر په وینا، کورنۍ رسنۍ "د ترهګرۍ او د طالبانو د کړنو توجیه کوونکي" شوي دي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ دا سازمان وايي: "نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د وضعیت ژوروالي ته پام وکړي او د طالبانو په ظاهري بڼه دوکه نشي."

د افغان خبریالانو مرکز خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د رسنیو وضعیت "نوي پړاو" ته داخل شوی او د خپلواکو رسنیو ځپل په بې ساري ډول زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې، د یونسکو د وړاندیز پر بنسټ، په ۱۹۹۳ کال کې د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ وټاکله، او دا ورځ هر کال د می په ۳ مه د نړۍ په کچه د خبریالانو او رسنیو د درناوي لپاره لمانځل کیږي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټیرش د دې ورځې په مناسبت وویل چې "ټولې آزادۍ د رسنیو په آزادۍ پورې اړه لري."

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) ویلي چې سوله له خبریالۍ شکل اخلي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، تیره اونۍ وویل چې "په افغانستان کې د آزاد او خپلواک ژورنالیزم ځای تقریبا ورک شوی."

مخکې له دې، د بې پولې خبریالانو سازمان راپور ورکړ چې په نړۍ کې د مطبوعاتو د آزادۍ په درجه بندۍ کې، افغانستان له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۵۳ درجې راټیټ شوی دی.

د ملي او نړیوالو رسنیو د ملاتړ سازمانونو له نیوکو سره سره، طالبانو د خپلو پالیسیو پلي کولو ته دوام ورکړی، او ویلي یې دي چې افغان مطبوعات د اسلامي قانون له مخې له بشپړې ازادۍ څخه برخمن دي.