د ایراني ځواکونو په ډزو کې افغان کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې- رپوټ

د بشري حقونو یو مدافع سازمان وايي چې د ایران سرحدي ځواکونو د افغان کډوالو په یوې ډلې باندې ډزې کړي، درې تنه افغان مهاجرین وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د حال وش په نوم د بشري حقونو د دفاع سازمان د دوشنبې په ورځ (می ۲۵مه) وویل چې دا پېښه د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د کله ګان په سرحدي سیمه کې رامنځته شوې ده.

دغه سازمان په خپل ایکس حساب کې د یو جسد ویډیو هم خپره کړې او ویل شوي چې په پېښه کې د وژل شویو کډوالو له ډلې څخه دی.

حال وش د سیمه ایزو سرچینو په حواله ویلي چې د مهاجرینو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

ددغه سازمان د ایکس حساب په پوسټ کې ویل شوي: «په کډوالو له کوم خبرداري پرته ډزې شوي دي. د ډزو له پیلېدلو وروسته یو شمېر کسانو د خپلو لاسونو په پورته کولو سره د تسلیمېدلو اعلان کړی و خو ډزې ندي بندې شوي.»

په پوسټ زیاته شوې: «د کډوالو ډله درول شوې او وروسته یو شمېر ښځې او ماشومان وهل شوي ټکول شوي دي او ناوړه سلوک ورسره شوی دی. له ځینو کسانو څخه د هغوی موبایل تیلیفونونه او نور شخصي توکي هم ضبط شوي دي. »

تر دې مخکې هم د ایران په سرحدي سیمو کې د افغان کډوالو په وړاندې د ایراني امنیتي او سرحدي ځواکونو په ډزو کې د مرګ ژوبلې پېښېدو راپورونه ورکړل شوي دي. د سیستان او بلوچستان ولایت د کله ګان په سرحدي لارو کې، د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې د ایراني سرحدي ځواکونو په ډزو افغان کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

په وروستۍ پېښه کې د وژل شویو کسانو او زخمیانو د دقیق هویت په اړه سمدستي څه ندي ویل شوي او حکومتي چارواکو هم سمدستي نظر ندی ښودلی. خو ایراني چارواکو له دې وړاندې پر کډوالو باندې د ایران د ځواکونو لخوا د ډزو راپورونه رد کړي وو.

د بشري حقونو سازمانونو ایراني ځواکونو لخوا د کډوالو او غیرمسلح افرادو په وړاندې د مرګانیو وسلو په کارولو باندې نیوکه کړې ده. د حال وش سازمان په خپل بیان کې لیکلي: «دا کار نه یوازې او انساني او بشري اصولو خلاف دی، بلکې د نړیوالو موازینو برسېره د ایران د داخلي قوانینو سره هم په ټکر کې دی.»

نړیوال قوانین په ځانګړي ډول د ۱۹۵۱ کال د پناه غوښتونکو د حقونو کنوانسیون حکومتونه د کډوالو د حقونو په خوندي ساتلو مکلف ګڼي او د هغوی سره د تاوتریخوالي او ناوړه سلوک د مخنیوي غوښتنه کوي.

د حال وش سازمان وايي، د غیرمسلح کډوالو په لېږدوونکي موټر باندې مخامخ ډزې له دغو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده او د کډوالو او بهرنیو اتباعو حقونو ته ګواښ ګڼل کیږي.

په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر ۴.۵ میلیون اټکل کیږي، خو په وروستیو کلونو کې په سلګونو زره دغه کډوال افغانستان ته په خپله خوښه ستانه شوي او یا هم په زور ایستل شوي دي.

بل خوا د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) ویلي چې د روان ۲۰۲۶ کال په لومړیو دریو میاشتو کې افغانستان ته د تلونکو او له دې هیواد څخه د وتونکو خلکو شمېر د پام وړ کم شوی دی.

په روانه میاشت کې د دغه سازمان لخوا په خپور شوي راپور کې ویل شوي دي چې په سیمې کې روانې شخړې او خراب اقتصادي وضعیت له ایران او پاکستان سره د افغانستان د مهاجرت د تګ راتګ بڼه بدله کړې ده. د IOM د شمېرو له مخې، د جنوري له پیل څخه د مارچ تر پایه، څه باندې ۶۳۰زره خلک افغانستان ته داخل شوي او تر ۲۰۰زرو ډېر نور بیا ترې وتلي دي.