د اروپا ژمی او افغان کډوال

د فرانسې او بریتانیې تر منځ اوبو کې د بریتانوۍ مرستندويې موسسې لخوا ژغورل شوي کډوال د بریتانیې جنوب ختیځ ساحل ته ورسېدل. 

د فرانسې په شمال کې ډنکیرک ښار ته څېرمه په ساحل کې کډوال یوه کښتۍ لیږدوي چې په مټ یې بریتانیې ته واوړي.

فرانسوي امنیتي ځواکونه په پایتخت پاریس کې سلګونه کډوال چې زیاتره یې افغانان دي، موقتي سرپناه ته لیږدوي. 

د صربستان او هنګري تر منځ د ریل ګادي له دې لارې ډیر افغانان او نور هغه کډوال تیریږي چې غواړي ځانونه جرمني، هسپانیا ایټالیې او د لویدیځې اروپا نورو هېوادونو ته ورسوي.

د یونان په کیتیرا ټاپو کې افغان کډوالو د یو ښوونځي په تشې ودانۍ کې پناه اخیستې ده.  

د یونان په کیتیرا ټاپو کې افغان کډوالو د یو ښوونځي په تشې ودانۍ کې پناه اخیستې ده.  

د بوسنیا شمالي ښارګوټي ویلیکا کلادوسا کې د کورشیا پولې ته څېرمه کډوالې افغان کورنۍ په خځلو کې په تودو جامو پسې ګرځي.

د بوسنیا شمالي ښارګوټي ویلیکا کلادوسا کې د کورشیا پولې ته څېرمه د ناقانونه کډوالو په یوه کمپ کې افغان کډوال اور ته ځانونه تودوي. 

د ترکیې پایتخت انقرې هغه کور ته څېرمه یوه افغان کورنۍ چیرې چې پولیس وايي په نومبر کې یې د پنځو افغان کډوالو مړي وموندل چې په چړو وهل شوي وو.

افغان کډوال په نیمروز کې د افغانستان-ایران پولې په لور سفر کوي. د خلکو قاچاق کوونکي وايي، له دې لارې هره ورځ له ۵۰۰۰ تر ۶۰۰۰ کډوال تیريږي چې دا شمېر د طالبانو له واکمنېدو وړاندې وخت څخه څلور چنده زیات دی.