د لاس رسي وړ اتصالات

د بالکان په خطرناکې لارې اروپا ته د یو تللي افغان داستان


صنم ګل شینواری ترکیې ته په تللو کې له ناکامېدو وروسته د بالکان لار ونیوله او یوه میاشت مخکې یې تر ایټالیا ځان ورساوه.
صنم ګل شینواری ترکیې ته په تللو کې له ناکامېدو وروسته د بالکان لار ونیوله او یوه میاشت مخکې یې تر ایټالیا ځان ورساوه.

د اروپايي اتحادیې د سرحدونو د ساتنې اداره وايي چې ډېر کډوال اوس په اروپا کې د پناه اخیستلو دپاره د بالکان له لارې ور روان دي چې د څېړونکو په باور له خطرونو ډکه ده.

په سیمه کې د هوا په ښه کېدو سره د شمالي افریقا او اسیایي هېوادونو ګڼ شمېر کډوال له دغې لارې اروپا ته د تللو هڅه کوي چې ډېر افغانان هم پکې دي.

افغان کډوال صنم ګل شینواری څه باندې یوه میاشت مخکې د ترییست ښار ته رسېدلی. هغه ترکیې ته په تللو کې له ناکامېدو وروسته د بالکان لار ونیوله او تر ایټالیا یې ځان ورساوه.

صنم ګل وايي، په افغانستان کې یې له افغان پوځ سره کار کاوه او د کابل له سقوط وروسته اقتصادي ستونزو مجبور کړ چې هېواد پرېږدي.

هغه وویل: "د ایټالیا خلک مېلمه پاله دي خو سیستم خراب دی. موږ مجبور یو چې بهر په سرک باندې ویده شو."

په ښار کې د کډوالو دپاره په سرپناګانو کې ځای محدود دی. صنم ګل شینواری وایی، یوازې د یو څو شپو دپاره یې سرپناه ومونده. د هغه په خبره، په اکثره سرپناګانو کې هغو کسانو ته د اولیت حق ورکول کیږي چې معذور وي او یا بل کوم مشکل ولري.

د صنم ګل برسېره ، د ترییست په ښار کې ګڼ شمېر نور کډوال هم وايي په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي.

اسماعیل سواتی چې پدې ښار کې د ایټالوي مرستندویه ټولنې سره د رضاکار په توګه دنده لري، وايي چې په یو ګودام کې چې د کډوالو دپاره د سرپناه په توګه ورڅخه کار اخیستل کيږي، له څو میاشتو راهیسې ګڼه ګوڼه ډېره زیاته شوې ده.

هغه وویل: "دلته په عاجلو حالاتو کې له ۲۵ تر ۳۰ پورې کسان اوده کېدل. خو د جولای له نېمايي راپدیخوا، دلته د خلکو شمېر په زیاتېدو دی. زه ځېنې وخت ان ۳۰۰ نفر دلته ګورم."

د ایټالیا د ترییست ښار پدې مشهور دی چې د کډوالو د اوسېدو او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو دپاره پکې تدابیر نیول شوي دي. خو د کډوالو پالنه اوس ددې ښار دپاره هم مشکله شوې ده.
د ایټالیا د ترییست ښار پدې مشهور دی چې د کډوالو د اوسېدو او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو دپاره پکې تدابیر نیول شوي دي. خو د کډوالو پالنه اوس ددې ښار دپاره هم مشکله شوې ده.

څېړونکي وايي، د بالکان له لارې اروپا ته د تلونکو کډوالو د شمېر زیاتوالی ښيي چې د یونان او ایټالیا لخوا پر کډوالو د بندیزونو هڅو د کډوالو په راتګ ډېره اغېزه نده کړې.

د ازادې ټولنې امریکايي سازمان کارکوونکې، ګوران بولډیوسکي، وايي، اروپايي هېوادونه د کډوالۍ په اړه اغېزناکو تګلارو ته اړتیا لري چې د کډوالو ستونزې هم پکې په نظر کې نیول شوي وي.

دې وضعیت د صنم ګل شینواري حوصله هم ختمه کړې او وايي هڅه کوي چې د ترییست څخه ژر لاړ شي او د پناه غوښتنې اسناد ورکړي. دی وايي، په افغانستان کې یې کورنۍ له ستونزو سره مخامخ ده.

د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د "اسلامي جمهوریت" له سقوط وروسته لسګونه زره خلک له افغانستان څخه ووتل او یو شمېر هڅه کوي له غیر قانوني او له خطرونو په ډکو لارو باندې اروپا ته ځانونه ورسوي.

د کډوالۍ د نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۱۴ کال راپدې خوا، ۲۹ زره تنه اروپا ته پر لاره یا د مهاجرت پر مهال مړه شوي دي او لږترلږه ۵۰۰۰ یې په تېرو دوو کلونو کې مړه شوي دي.

په تېرو څو میاشتو کې په لسګونو کډوال د مرکزي مدیترانې په اوبو کې له ډوبېدو ژغورل شوي او په اېټالیا کې په پناه ځایونو کې ځای په ځای شوي دي.

له کډوالو سره د مرستې ټولنې وايي، چې په ترکیه کې د کډوالو لپاره په ټاکل شویو میشت ځایونو کې د ګڼې ګوڼې له امله ډیر کډوال اوس اروپا ته د رسېدو په په موخه د سمندر لار نیسي.

د ایټالیا د ترییست ښار ته د ۹۰مې لسیزې د یوګوسلاویا د جګړو راهیسې په لوی شمېر هغه کډوال ورځي چې غواړي په لوېدیځه اروپا کې پناه واخلي. دا ښار ځکه مشهور دی چې د کډوالو د اوسېدو او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو دپاره پکې تدابیر نیول شوي دي. خو د کډوالو پالنه اوس د ترییست ښار دپاره هم مشکله شوې ده.

له کډوالو سره د مرستې د ایټالوي موسسې، "کاسارزیو ایټالیانو سالیډریټ" مشر ګیانفرانو شیاون په دې اندېښمن دی چې د ترییست ښاروالي د کډوالو د میشتولو دپاره نور ځای نلري. هغه وايي، د کډالو دپاره د سرپناه مسله پخوا هم وه خو پدې اندازه نه وه چې اوس ده.

هغه وویل: "د یوې ورځې، دوو ورځو او یا څو ورځو دپاره به یو څه مشکل وو. خو د تېر اوړي راهیسې په مکرر ډول دا مشکل پیښیږي. دلته حالات ډېر بد دي. ان پدې ژمي کې هم حالات خورا خراب شوي."

XS
SM
MD
LG