ولسي جرګې د مجاهدنیو د مسلح کېدو سخت مخالفت کړی

د افغانستان د ولسي جرګې ډیری غړي د مجاهدینو د شورا په نوم د وسله والې ډلې د جوړولو پر ضد دي. دوی وایي دا وسله والې ډلې نه یواځي د هیواد د نن لپاره اړینې نه دي بلکې د راتلونکې سبا لپاره به هم خطر ناکې وي .

خو په همدې حال کې داوبو او بریښڼا وزیر اسماعیل خان چی د دغه راز ډلې د جوړولو تور ورباندې لګیدلی دی وایی چې د هغه خبري تحریف شوي دي.

قابو څو ورځې دمخه د افغانستان د اوبو او بریښڼا وزیر اسماعیل خان له خولې وویل شول چې هوډ لري د مجاهدینو د شورا په نوم د وسله والو کسانو ډله جوړه کړي .

داسماعیل خان دا ویناوې د افغانانو د بیلابیلو غبرګونونو سره مخامخ شوې . هان دا چی نن د افغانستان د ولسي جرګی ډیریو غړو هم له دغه راز وسله والو ډلو د جوړولو سره خپل کلک مخالفت څرګند کړ.

د ولسي جرګی غړی محمد نور اکبري وایی هغه کسان چې غواړی د مجاهدینو شورا جوړه کړي هغوی د مجاهد له نوم نه ناوړه ګټه اخیستنه غواړي د محمد نور اکبری په وینا د افغانستان دولت او حکومت له مجاهدینو جوړ دی . نو په دی نوم د نورو وسله والو ډلو د جوړولو اړتیا نه لیدل کیږی :،، زه دا کار د ملي ګټو پر ضد ګڼم او دا کار به افغانان د یو کورنۍ جګړې خوا ته بوزي چې د افغانستان پارلمان به یی هم په اړه مسوول وي. زه وړاندیز کوم چې اسماعیل خان دي استیضاح کړای شي څو د دغه کار لپاره ځواب ووایی،،.

اکبری باور لري چې د افغانستان په نني حالت کې به د مجاهدینو د شورا جوړول نه یواځي د اقتصادی اړخه ګران کار وی بلکه دغه راز هوډونو افغانان د راتلونکې په هکله ډارولي دي او له هیواد نه یی تیښتی ته اړ باسي.

نظیفه ذکي بیا وایی نن په افغانستان کی جهاد ته اړتیا نه شته ځکه بهرنیان په قانوني ټوګه دلته دي ،،اوس جهاد ته اړتیا نشته موږ هیچا او هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوو چې افغانان د خپلو ارمانونو هدف وګرځوي او په یو او بل نوم ورباندې برید او تیری وکړي،، .

د غور ولایت استازې سیما جوینده هم وایي د نویو وسله والو ډلو په را منځټه کولو سره باید افغانان ونه ډآروو . هغه د ۲۰۱۴ کال د افغانانو لپاره د امن او سو کالی کال ګني او وایي افغانان د دې جوګه دي چې له بهرنیانو پرته هم د ځان او هیواد ساتنه وکړي په همدې حال کې د مجاهدینو د شورا په نوم را منځ ته کونکی د افغانستان د اوبو او بریښڼا وزیر اسماعیل خان په ځان باندې د نویو وسله والو ډلو د را منځته کولو تور ردوي او وايي چې هغه غواړي د خلکو او نظام تر منځ واټن کم کړي او خلک یو والي او د طالبانو په وړاندې دریدو ته وهڅوي.

اسماعیل خان وایي له خبرو یې غلط تعبییر شوی دی او ورباندې دا تور لګیدلی چې ګواکی غواړي د نظام پر ضد خلک را وپاروي .

اسماعیل خان وایی دی غواړی د ۲۰۱۴ په هکله د خلکو ویرې له منځه یو سي خو په همدی حال کی د ده خپل ولایت هرات کې، خلک له نا امنیو ، تښتونو او بې ثباتیو سره مخ ډي نو ځکه ده خلکو ته ویلي چی که امنیتي ځواکونه د امنیت ساتنې په لاره کې پاتي راځي نو دوي باید د اردو ځواکونه پیاوړي کړي او د خپل هیواد امنیت وساتي .،، موږ مجاهدینو ته ویلي چې که زموږ د اردو ځواکونه کمزوري شي نو موږ باید د یو مسلمان په صفت پرینږدو چې د هغوي وسله پر مځکه را ولویږي او باید د اردو تر څنګ د خپل هیواد ساتنه وکړو. ما چیري ویلي چی خلک دی وسله وال شي او د نظام تر څنګ دی بل نظام جوړ کړي ؟ زما خبری غلطې مانا شوي دي او هیله لرم چی خلک په دې وپوهیږي،، .

د پارلمان بله غړې فوزیه کوفي هم د نویو را منځته کیدونکو وسله والو ډلو سره مخالفه ده
کوفي په هیواد کې له اړتیا زیاتو وسلو د راټولوپه خلاف ده او وایي د پخوانی مجاهدینو ، اربکیانو او نورو وسله والو ډلو سره د وسلو زیاتیدل به په خپله نظام لپاره هم د خطر نه ډک کار وي .

د کوفی له انده دغه راز ډلې چی نن د افغان دولت په ملاتړ جوړیږی سبا به خپله حکومت لپاره د غم پیټۍ وګرځي

بهارت صابر - کابل