د غزني د رشیدان ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ سرپرست ووژل شو

د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د رشیدان ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ سرپرست تیره شپه د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د غزني د والي ویاند محمدعارف نوري امریکا غږ آشنا ته وویل، په دغه برید کې درې افغان سرتیري هم وژل شوي دي.

هغه وویل "تیره شپه د دولت وسله‌والو مخالفینو د غزني ولایت په پنځو سیمو کې یرغلیز بریدونه وکړل، چې په نتیجه کې یې، د رشیدان ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د سرپرست په ګډون ۴ سرتیري وژل شوي دي".

د ښاغلي نوري پر وینا، په دغه برید کې شپږ سرتیري ټپیان شوي هم دي.

خو ښاغلي نوري ادعا وکړه، چې د تیرې شپې په بریدونو کې ۲۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور پيان دي.

د والي ویاند زیاته کړه، چې د دولت وسله‌والو مخالفینو تیره شپه د غزني مرکز اړوند د قلعه قاضي پر امنیتي پوستو هم برید وکړ، خو په کې چاته زیان نه دی رسیدلی.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.