کندهار کې پولیس خپلو لیکو کې بریدګر لټوي

کندهار کې پولیسو له خپلو لیکو تر سلو زیات کسان ایستلي

د کندهار ولایت د پوليسو چارواکي وايي چې د یو لړ پلټنو په لړ کې یې موندلې چې په یو شمیر کسان د پولیسو په لیکو کې کار کوي خو د شمولیت سم اسناد نلري.

ځايي چارواکي اندیښنه څرګندوي او وايي دغه ډول کسان ښايي پر پولیسو او نورو دولتي چارواکو په بریدونو کې لاس ولري.

پدې ترڅ کې یوازې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې تر سلو زیات نارسمي کسان د پوليسو له لیکو ایستل شوي دي.

د کندهار د ۳ جنوبي ولسوالیو عملیاتي قومندان، سمونمل سلطان محمد، امریکا ږغ ته وويل چي له پولیسو شړل شوي کسان، د شخصي اړیکو پر اساس په دندو ګمارل شوي وو .

د دې ولایت په يو شمېر سيمو کي ډېري داسي پيښي رامنځ ته شوي، چي پوليس خپل قوماندان او ملګري وژلي او خپله له سیمي تښتېدلي وي .

ښاغلي محمد وویل "موږ دلته تر ۱۲۰ زیات هغه کسان چي د پوليسو په لیکو کې وو ، خو رسمیت يې نه درلود جواب کړه ، هغوی سوق نه وو ، غیري رسمي پوليس د مسئولیت احساس نلري او اصولو ته ژمن نه وي ، ممکن د دولت مخالف کسان هم له فرصت څخه استفاده وکړي."

تیره میاشت د میوند ولسوالۍ په کوکه سیمه کې دوو پوليسو پر خپلو نورو انډیوالانو برید وکړ او پنځه تنه یې ووژل او د هغوی وسلې يې له ځان سره وړي وې .

بل لور نه د زابل د ولایتي شورا غړي بیا دې ولایت ته هم د یاد بهیر د ور رسولو غوښتنه کوي او ادعا لري چي د زابل په ګڼو ولسوالیو کې د نارسمي پوليسو په شتون کې د هغوی سیمه ييز قومندانان هره میاشت په ميلیونونو افغانۍ اختلاس کوي.

د جنوبي ولایتونو اپراتیفي مشر ډګرجنرال عبدالرازق وايي چي دم ګړۍ د دوی ډیره پاملرنه د امنیتي ګواښونو مخ نیوي ته ده خو تر څنګ يې غواړي چي د جنوبي ولایتونو په کچه د امنيتي ځواکونو ترمنځ همږغي پياوړې کړي.

ښاغلي رازق وویل "د هلمند، کندهار ، زابل او نورو سیمو امیني ادارې په خپلو کې پر همږغۍ باندي په ګډه کار کوي، خو نوري ستونزي مو هم له پامه ندي وتلي."

سره له دې چي د داخلي بریدونو په اړه تازه موندنې ستونزه تر ډیره پوري په نارسمي پوليسو پوري تړلې ګڼي خو تر څنګ يې د سیمه ييزو چارواکو له لوري له سرتیرو سره ناسم چلند، لفظي شخړي او ځیني نور موضوعات د ورته ستونزو لاملونه بلل کیږي.