د لاس رسي وړ اتصالات

د لوګر پر امنیې قوماندانۍ ځانمرګو بریدونو ۲۲ پولیس وژلي


لوګر هغه ولایت دی چې، د مس عینک کان په کې پروت دی.
لوګر هغه ولایت دی چې، د مس عینک کان په کې پروت دی.

په لوګر کې چارواکي وايي د سه شنبې په ماسپښین د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د ځانمرګو بریدګرو یوې ډلې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ پر ودانۍ ډله ییز بریدونه وکړل، لږ تر لږه ۲۲ پولیس ووژل شول او اته نور ټپیان شول.

برید د امنیې قومندانۍ د ودانۍ مخې ته د یو موټر بمب له چاودنې پیل شو او ورسته نور بریدګر ودانۍ ته ننوتل.

د لوګر د والي ویاند دین محمد دروېش امریکا غږ ته وویل " برید څلورو بریدګرو وکړ، چې د پولیسو جامې یې پر تن وې، یو یې د دروازې مخې ته ځان والوزه، دوه نور یې پولیسو ووژل او څلورم یې په طعام خانې کې د ننه ځان والوزه."

ویل کیږي چې یو بل بریدګر په ودانۍ کې دننه ځان الوزولی او هغه پولیس افسران یې په نښه کړي چې مجلس یې درلوده.

طالبانو د برید مسولیت منلی دی.

لوګر هغه ولایت دی چې د مس عینک کان په کې پروت دی، چې میلیاردونه ډالره یې ارزښت بلل شوی دی.

چین د دغه کان د راسپړنۍ لپاره پانګونه کړې وه، خو داسې ښکاري چې د نا امنیو له کبله، دغه پروژه لا هم پیل شوې نه ده.

ولسمشر غني دوه ورځې وړاندې په خپل لوګر ولایت ته ولاړ چې دغه کان وګوري.

دا برید داسې مهال کیږي چې یوه ورځ وړاندې وسله والو طالبانو په یوې بلې جلا پېښې کې په کندهار کې ۱۳ پولیس ووژل .

د افغانستان دولتي خبري اژانس باختر وايي چې طالبانو د دوشنې په ماښام ناوخته د کندهار د میوند په ولسوالۍ کې پر پولیسو برید کړی دی.

دا له څو اونیو وروسته، په افغانستان کې د خپل ډول تر ټولو خونړی برید بلل کیږي چې پر افغان پولیسو شوی دی.

برید کابل ته د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف له سفر سره همهاله کیږي. دا په تېرو شاوخوا دریو میاشتو کې دویم ځل دی چې ښاغلی شریف کابل ته ځي.

ټاکل شوې چې نوموړی به له ولسمشر غني او ځینو افغان چارواکو سره او د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې وکړي، خو لا هم د هغه د سفر اجنډا معلومه نه ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG