د بشري حقونو سازمان حال وش د جمعې په ورځ د ډسمبر۲۶مه راپور ورکړ چې د پنجشنبې په ماښام د سیستان-بلوچستان ولایت په زرآباد سیمه کې یو افغان د ایران د امنیتي ځواکونو لخوا په ډزو ووژل شو.
حال وش راپور ورکړ چې دا افغان چې "قدیر" نومېږي، واده یې کړی و او پنځه ماشومان لري او د مړینې پر مهال شاوخوا ۵۵ کلن و.
د بشري حقونو دغه بڼسټ ویلي چې قدیر د امنیتي ځواکونو له تعقیب څخه د تیښتې په هڅه کې موټر چلاوه، چې د امنیتي ځواکونو په ډزو او په بدن یې د "څو مرمۍ د لګیدو" له امله ځای په ځای مړ شو.
حال وش ونه ویل چې ولې دا افغان وګړی د ایران د امنیتي ځواکونو لخوا تر تعقیب لاندې و.
د ایران رسمي حکومتي سرچینو تر اوسه د دې پیښې په اړه تبصره نه ده کړې، او د ایران کورنيو رسنیو په دې اړه راپور نه دی ورکړی.
حال وش د داسې پیښو د بیا تکرار په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي دي چې "د ملکي وګړو په وړاندې د وسلو بې توپیره کارول، د شفافیت، او د حساب ورکولو نشتوالی" د دې ډول قضیو د زیاتوالي لامل شوی دی.
تر دې مخکې، د ایران په سرحدي سیمو کې د افغانانو، په ځانګړې توګه د بې اسنادو افغان کډوالو په وړاندې د ایراني امنیتي او سرحدي ځواکونو له خوا د مرګونو ډزو راپورونه په مکرر ډول ورکړل شوي دي.
شاوخوا درې اونۍ وړاندې، په فراه ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو وویل چې د افغانستان او ایران په پوله د شیخ ابو نصر فراهي په بندر کې "د ایراني سرحدي ساتونکو لخوا په ډزو" کې ۱۰ افغان کډوال وژل شوي دي.
له هغې پېښې څو ورځې وړاندې، حال وش راپور ورکړ چې لږ تر لږه اووه افغان کډوال د ایراني سرحدي ساتونکو لخوا په ډزو وژل شوي دي.
خو، ایراني چارواکو په دوامداره توګه د رسنیو هغه راپورونه رد کړي دي چې وايي ایراني امنیتي او سرحدي ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړې دي.
ایران په نړۍ کې تر ټولو ډیر د افغان کډوالو کوربه دی. ایراني چارواکو د کال په پیل کې اټکل کړی و چې په هیواد کې شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، خو یوازې سږ کال له ۱.۵ میلیونه څخه ډیر افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي یا له ایران څخه په زور ایستل شوي دي.