ایراني چارواکي وايي چې د ایران او افغانستان په پوله کې لږ تر لږه لس افغان کډوال په سړې هوا کې مړه شوي دي.
د خراسان رضوي ولایت کې د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان، مجید شجاع، د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ته ویلي چې د افغان کډوالو جسدونه د قانوني او اداري پروسې وروسته د دوګارون پولې له لارې طالبانو ته وسپارل شول.
شجاع خبرداری ورکړ چې "په غیرقانوني ډول د ایران د پولو څخه د تیریدو هر ډول هڅه" یو "جرم" دی او له سرغړونکو سره به د قانون سره سم چلند وشي.
ایرنا د ایران د سرحدي چارواکو له قوله ویلي چې په تیرو څو ورځو کې د ایراني ځواکونو لخوا څه باندې ۲۱۰۰ افغان وګړي ژغورل شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري اژانس د هرات ولایت د سیمه ایزو چارواکو له قوله ویلي چې د هرات ولایت په کهسان ولسوالۍ کې درې افغان وګړي په غیرقانوني ډول ایران ته د ننوتلو په هڅه کې وژل شوي.
ایران په نړۍ کې د افغان کډوالو ترټولو لوی کوربه دی. د روان کال په پیل کې ایراني چارواکو اټکل کړی و چې په هیواد کې شاوخوا شپږ میلیون افغان کډوال ژوند کوي، خو یوازې سږ کال له ۱.۵ میلیونو څخه ډیر افغان کډوال له ایران څخه پخپله خوښه بیرته افغانستان ته ستانه شوي یا هم په زور ایستل شوي.
په وروستیو کلونو کې، په ځانګړې توګه د اسراییل او ایران ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، د ایران حکومت د افغان کډوالو د جبري ایستلو پروسه ګړندۍ کړې او همدارنګه یې له افغانستان څخه ایران ته د غیرقانوني کډوالو د ننوتلو په وړاندې یې سخت اقدامات کړي دي.
په تیرو څو میاشتو کې، لسګونه افغان کډوال چې په غیرقانوني توګه ایران ته د ننوتلو هڅه کړې، د ایراني سرحدي ځواکونو لخوا وژل شوي او ټپیان شوي دي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې ټولنیزو او اقتصادي ننګونو ته په اشارې، له ایران او پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو جبري شړل ودروي.
فورم \ دبحث خونه