پاکستان وایي قانوني افغان مهاجرین په زوره نه وباسو

د افغان مهاجرینو دپاره د پاکستان عالي کمشنر عمران زیب وايي چې د اگست په ٢٢ په کابل کې د پاکستان، افغانستان او ملگرو ملتونو په گډون په هغه غونډه کې چې په پاکستان کې د میشتو افغان مهاجرینو د پاتې کیدو د مودې د اوږدلو په اړه کومه موافقه شویده، هغه یو وړاندیز دی او تر اوسه پرې فیصله نه ده شوې.

ښاغلي عمران زیب د امریکا غږ آشنا راډیو سره په مرکې کې ویلي دي هغه افغان مهاجرین چې اوس په پاکستان کې د اوسیدو قانوني سند لري، هغوي د روان کال ٢٠١٥ د دسمبر تر پایه پاتې کیدی شي او که څوک دغه سند یا پی ار کارډ نه لري نو د هغوي په اړه قانونی گام اخیستل کیږي.

د افغان مهاجرینو دپاره د پاکستان عالي کمشنر ښاغلی عمران زیب

د مهاجرینو دپاره د پاکستان عالي کمشنر عمران زیب هغه راپورونه رد کړل چې په کې ویل شوي دي چې پاکستان افغان مهاجرین په زوره د خپل ملک نه وباسي.

هغه وویل چې دوي داسې هیڅ راپور نه لري او که چرته کوم افغان په غیر قانوني توگه دلته اوسیږي نو د غیر قانوني بهرنیانو په اړه د پاکستان پالیسي د ټولو ملکونو د اتباعو دپاره یو شان ده.

ښاغلي عمران زیب وویل چې د افغان مهاجرینو په اړه د پاکستان پالیسي د اولې ورځې نه دا ده چې افغانستان کې سوله او امنیت وي، افغانان په خپله خوښه او رضا وطن ته ستانه شي او پاکستان ېې په باعزته ستنیدو کې مرسته وکړي.

Your browser doesn’t support HTML5

افغان مهاجرینو دپاره د پاکستان عالي کمشنر عمران زیب سره مرکه