پویان:افغانان دې پخپله خوښه او عزت وطن ته ستانه شي

په پیښور کې د افغانستان جنرال قونسل ښاغلی عبدالله وحید پویان وايي چې دوي د افغان مهاجرینو سره د محلی پولیسو د ناروا چلند په اړه د پاکستاني مقاماتو سره پرله پسې ملاقاتونه کړیدي، ژمنې ورسره شویدي، خو بیا هم د پولیسو په سلوک کې بدلون نه دی راغلی.

ښاغلي پویان دا خبرې د امریکاغږ آشنا راډیو سره په مرکه کې د خبرو په وخت کړیدي او ویلي چې دی د پاکستاني مقاماتو د ژمنو نه مایوسه شویدی او داسې ښکاري چې دوی په رضاکارانه او ابرومندانه توگه د افغانانو د بیرته ستنیدو په قول کې صادق نه دي.

پیښور کې د افغانستان جنرال قونسل وايي چې دی دلته میشتو افغانانو نه هیله کوي چې خپل وطن ته دې ستانه شي او د خپلو وطنوالو سره دې د عزت او خپله خاوره ژوند ته ترجیح ورکړي.

هغه وايي چې هره ورځ سلهاو کورنۍ د ملگرو ملتو په مرسته وطن ته ستنیږي او خپل وطن په ابادۍ او ودانۍ کې برخه اخلي.

Your browser doesn’t support HTML5

پیښور کې د افغانستان جنرال قونسل ښاغلي عبدالله وحید پویان سره مرکه