د اروپایی اتحادیې پلاوی په افغانستان کې د بشری او اقتصادی وضعیت د خرابېدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې، او د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام یوه وروستی راپور یې نقل کړی.
د اروپایي اتحادیې پلاوي په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغانان لا هم له سختو ننګونو سره مخ دي، چې پکې په پراخه کچه غربت، د طالبانو تر واک لاندې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه، د خوړو په برخه کې بې نظمي، د اقلیم اړوند آفتونه ، بې ځایه کېدل اوجبري راستنیدل شامل دي.
اروپایي اتحادیې بیا د ښځو او نجونو پر محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړ چې د زده کړې، کار او د تګ راتګ ازادۍ محدودیتونه د افغانستان اقتصادي زوال او بشري بحران لا پسې خرابوي.
له بل پلوه، د ملګروملتونو یو چارواکی وایي، که د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې او د ایران جګړې بیې او د ټرانسپورت لګښتونه نه وای لوړ کړي، نو ملګرو ملتونو کولی شول چې په افغانستان کې یو میلیون نور هغه ماشومان چې د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي، تغذیه کړي. د ملګروملتونو د خوړو پروګرام، ډبیلو ایف پي اجرایوي مرستیال کارل سکاو فرانسپرس خبري آژانس ته ويلي؛
"افغانستان اوس د خوړو له یوه بحران سره مخ دی تېر کال بحران دومره ژور و چې هېڅکله مو نه و لیدلی، سږکال ترهغې لابدتر دی. "
د خوړو د نړیوال پروګرام د اټکل له مخې په افغانستان کې سږ کال پنځه میلیونه ښځې او ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.
دې پروګرام ویلي چې په دې هیواد کې اړو خلکو ته د مرستو رسولو لپاره یې تراوسه کافي بودیجه نده ترلاسه کړې..
د خوړو نړیوال پروګرام یا (ډبلیو اف پي ) په تیر راپور کې هم لیکلي، په افغانستان کې بشري ناورین ورځ تر بلې د لا شدت په لور روان دی او دا مهال په ټول هېواد کې له ۱۳ اعشاریه ۸ میلیونو څخه ډېر خلک د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.
دغه پروګرام ټینګار کوي چې د تغذیې مرستندویه پروګرامونه د زیانمنو شویو ټولنو لپاره حیاتي ارزښت لري او خبرداری یې ورکړی چې د مرستو کمښت او ګډوډي د سلګونو زرو میندو او ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کوي.
په افغانستان کې اقتصادي وضعیت په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په چټکۍ سره خراب شوی، چې له امله یې نړیوالې مرستې په پراخه کچه کمې شوې او بېکاري زیاته شوې ده.