ژنیو کې ملګرو ملتونو کارپوهان وايي پاکستان باید د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ ودروي چې د شکنجه کېدو او بشري حقونو د نورو جدي سرغړونو له ګواښ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو په تازه رپوټ کې چې جمعه د (سپتمبر ١٨) خپور شو د دغه ادارې کار پوهانو خبرداری ورکړ چې پاکستان باید مخکې له دې چې د کوم افغان د ایستلو پرېکړه وکړي، د هغو افغانانو د پېژندلو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي چې له ځورونې، شکنجې او بشري حقونو څخه د نورو جدي سرغړونو له ګواښ سره مخ دي.
کارپوهانو وویل: "موږ د پاکستان لخوا د افغانانو د جبري بېرته ستنولو له امله ژوره اندېښنه لرو."
کارپوهانو ویلي: "اوسنۍ لومړنۍ اړتیا د یوې داسې شفافې او د لاسرسي وړ کړنلارې رامنځته کول دي چې له مخې یې په خطر کې مېشت افغانان مخکې راشي، په انفرادي توګه و ارزول شي او د ارزونې د بهیر پر مهال له ایستل کېدو څخه خوندیتوب ترلاسه کړي. د داسې کړنلارو د نشتوالي له امله، ښايي زیان منونکي کسان پټ پاتې شي او د نیول کېدو، توقیف یا ایستل کېدو له ویرې د خوندیتوب غوښتنه ونه شي کړای."
د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملگرو ملتونو ځانگړی راپور ورکوونکي ریچارد بنیت په دی اړه پخپلو تازه څرگندونو کې ویلي:
"زه د ملګرو ملتونو له خپلو نورو کارپوهانو سره یوځای له پاکستان څخه غوښتنه کوم چې د هغو افغانانو جبري راستنول ودروي چې ښايي له ځورونې، شکنجې یا د بشري حقونو له نورو جدي سرغړونو سره مخ شي. هغه افغانان چې له خطر سره مخ دي، باید د مخکې راتلو لپاره یوه خوندي او د لاسرسي وړ لاره ولري، وضعیت یې باید په انفرادي توګه وڅیړل شي او د دوسیو د ارزونې پر مهال باید له جبري راستنولو څخه خوندي وساتل شي".
نوی راپور لیکي، د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۱۰مې څخه د اګست تر ۲۷مې پورې شاوخوا ۱۲۷،۳۴۴ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي، چې لږ تر لږه ۱۴،۱۸۶ تنه یې د راپورونو له مخې په زوره ایستل شوي وو. له پولې څخه د اوښتو کسانو له ډلې شاوخوا ۳۸،۳۸۸ تنه ښځې او ماشومان وو.
کارپوهانو وویل چې دوی په پاکستان کې له افغانانو څخه ګڼ شمېر غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي. "په دې ډله کې ښځې او نجونې، د بشري حقونو مدافعین، خبریالان او د رسنیو کارکوونکي، پخواني قاضیان، څارنوالان او وکیلان، پخواني امنیتي منسوبین او دولتي چارواکي، د ځانګړو قومي او مذهبي یا عقیدتي ډلو غړي، همجنسګرا او ټرانسجنډر کسان او هغه خلک شامل دي چې د واکمنې ډلې مخالف دي .
هغوی همدارنګه د هغو راپورونو په اړه جدي اندېښنې څرګندې کړې چې له مخې یې له سرپرست پرته افغان ماشومان بېرته افغانستان ته استول کېږي؛ هغه ځای چېرته چې د ماشومانو د ځانګړو اړتیاوو په پام کې نیولو سره د هغوی د هرکلي، مرستې او خوندیتوب مناسب میکانیزمونه شتون نه لري.
که څه هم کارپوهانو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د جولای په ۳۰مه د ورکړل شویو معلوماتو هرکلی وکړ چې له مخې یې شاوخوا ۱۶۰۰۰ زیان منونکي افغانان پېژندل شوي او د قانون پلي کوونکو چارواکو د خبرولو لپاره اقدامات ترسره شوي دي خو هغوی د دغو کسانو د پېژندنې لپاره د کارول شویو معیارونو او کړنلارو په اړه د لا زیات وضاحت غوښتنه وکړه.
کار پوهانو یادونه کړې چې پاکستان د افغانانو په ایستلو کې یوازینی هېواد نه دی او له ټولو هېوادونو یې وغوښتل چې د " بېرته نه ستنولو" مکلفیت پوره کړي؛ هغه اصل چې د نړیوال عرفي قانون برخه او پر ټولو دولتونو لازمالاجرا دی.
د ملگرو ملتونو کارپوهانو له شتمنو هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې په سیمه کې کوربه هېوادونو ته سیاسي او مالي ملاتړ برابرکړي، له پاکستان څخه د افغانانو د بیا مېشتېدنې په برخه کې خپلې ژمنې پوره ، د ځورونې له جدي ګواښ سره مخ افغانانو ته دی خوندي لارې چارې وړاندې کړي ، د " بېرته نه ستنولو" اصل ته دی درناوی او عملي گامونه دی اوچت کړي.
کارپوهانو ویلي، په دې اړه د پاکستان له حکومت سره په اړیکه کې دي.