افغان ښځینه فوټبالرانې نړیوالو سیالیو کې گډون کوي

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د قوانینو یو بدلون تصویب کړ چې افغان ښځینه فوټبالرانو ته به اجازه ورکړي چې د فیفا په رسمي نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.

دا پریکړه هغو لوبغاړو ته به د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې د گډون لاره هواره کړي چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د افغانستان څخه وتلي.

د فیفا په قانون کې دا تغیر د افغان ښځو د فوټبال لپاره د فیفا د عمل ستراتیژۍ پر بنسټ راغلی دی، چې د تیر کال د مۍ په میاشت کې د فیفا شورا تایید کړ، د فیفا په ملاتړ افغان میرمنو یونایتد تیم جوړیدل د هیواد څخه بهر میشتو افغان ښځینه فوټبالرانو لپاره د لوبې فرصتونه برابروي.

د فوتبال د نړیوال فدراسیون ( فیفا) مشر جیاني انفنټینو وویل:

"موږ په هغه ښکلي سفر ویاړو چې د افغان ښځو یونایټډ پیل کړی دی، او په دی نووښت زمونږ موخه داده دوی پیاوړي کړو، او همدارنګه د فیفا نورو هغو غړو ټولنو سره مرسته وکړچې د ملي ټیم یا د فیفا سیالیو لپاره استازی یا خپلې لوبډلې نه شي راجستر کولی، ترڅو د دوی اړوند کنفدراسیونونو سره په همغږۍ بل ګام پورته کړي."

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشره خالده پوپل، چې اوس په ډنمارک کې ژوند کوي او له اوږدې مودې راهیسې یې د افغانستان څخه بهر د افغان ښځینه فوټبال لوبډلې د رسمیت پېژندلو لپاره مبارزه کړې، رویټرز خبري اژانس ته وویل چې هغه په دې پریکړې خوشحاله ده.

د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانۍ کپتانې زیاته کړه

"دا یوه تاریخي او ځواکمنه شیبه ده چې زه یې شاهده یم. او دا هغه څه دي چې موږ یې د اوږدې مودې راهیسې انتظار درلود او دی لپاره مو مبارزه کوله، ترڅو دا هویت ترلاسه کړو او فیفا قانع کړو، تر څو زموږ ټیم وپیژني او ټیم ته اجازه ورته ورکړي چې ولوبیږي او د ملي ټیم په توګه د افغان ښځو استازیتوب وکړي."

خالدې پوپل دا هم وویل چې ټیم به هڅه وکړي چې د افغان میرمنو لپاره د هیلې پیغام اوسي.

"دا لوبډله به د مقاومت سمبول وي. پوهیږم چې دا به ستونزمنه وي، ځکه چې افغان میرمنې به په افغانستان کې د دې سره د یوځای کیدو لپاره له ستونزو سره مخ شي. مګر که موږ وکولی شو د دوی غږ شو چې د هیلې پیغامونه ورسوو او د افغانستان له ښځو سره د ملاتړ په څرګندولو وښیو چې هېري شوي نه یاست. موږ به د خپل فرصت څخه کار اخیستل روان ساتو."

نادیه ندیم چې په افغانستان کې زیږیدلې او د ډنمارک لپاره یې له ۱۰۰ څخه زیاتې لوبې کړې دي، وویل:

" د افغان ښځینه فوټبالرانو په هکله دا پریکړه د شرایطو د قربانیانو په توګه نه، بلکې د غوره لوبغاړو په توګه شوې چې د سیالۍ کولو، لیدل کیدو او درناوي حق لري،" "کله چې سپورت د یو ارزښت په توگه د ښه او وړ مشرتابه لخوا رهبري شي، دا امکانات رامنځ ته کیږي."

تمه کیږي چې د افغان ښځینه یونایټیډ لوبډله خپلې راتلونکې لوبې د جون په میاشت کې د ښځو د نړیوالو لوبو په جریان کې وکړي، چې د سیالانو او ځایونو جزیات به یې اعلان شي.

په ۲۰۲۱ کال کې، فیفا په افغانستان کې د فوټبال او باسکیټبال سره تړلي له ۱۶۰ څخه زیاتو له خطرسره مخ لوبغاړو او د بشري حقونو د مدافعانو په اېستلو کې مرسته وکړه.

د ښځینه فوټبال ملاتړو په وار وار له فیفا څخه غوښتي چې په رسمي ډول په جلاوطنۍ کې افغان ښځینه لوبغاړې په رسمیت وپیژني او ملاتړ يې وکړي، او استدلال یې دا دی چې دوی باید په نړیواله کچه د افغانستان دننه د لګول شویو محدودیتونو له امله له خپل مسلک څخه محرومې نه شي.

د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې په هیڅ رسمي نړیواله سیالۍ کې برخه نه ده اخیستې. طالب چارواکو په ښځو او نجونو د زده کړې، کار او ورزش په گډون پراخ محدودیتونه لګولي دي، همدې محدودیتونو ډیری ښځینه ورزشکارانې اړې کړې چې له هیواده ووځي یا سپورت پریږدي.