د بخښنې نړیوال سازما ن د بریتانیې له حکومت څخه غوښتي چې د پناه غوښتنې هغه تګلارې ودروي چې د دوی په وینا، ورځ تر بلې افغان ښځې او نجونې د پناه له ترلاسه کولو څخه محروموي.
په لندن کې میشته افغان سیاستواله وايي دا چې افغانې میرمنې په هیواد دننه د محدودیتونو سره مخ دي نو بریتانیا دی همدې ستونزې ته په کتو افغان ښځو ته پام وکړي
«برتانيې ته پکار ده چې لکه څنگه چې زمونږ په هلو ځلو اروپايي پارلمان یوه لایحه تصویب کړه چې هرهغه افغانه ښځه چې دوئ ته د پناه غوښتنې غوښتنلیک ورکوي او مکمل اسناد ولري د افغانستان شرایطو ته په کتو باید دوئ ومنل شي»
ددغه سازمان په وینا ، په بریتانیا کې د افغان پناه غوښتونکو د منلو کچه په چټکۍ سره له ۹۶ سلنې څخه ۳۴ سلنې ته راټیټه شوې ده، او یوازې په ۲۰۲۵ کال کې سلګونه ښځې له پناه اخیستو بې برخې شوې دي.
په لندن کې میشت د مهاجرینو مدافع وايي دوئ به د افغان ښځو د خوندیتوب لپاره د بریتانيې په حکومت قانوني فشارونو ته دوام ورکړي
«مونږ بار، بار د برتانيې په پارلمان غږ کړې چې د هغوافغان ښځو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ومني چې په افغانستان کې د حاکم رژیم له محدودیتونو څخه دی هیواد ته راځي، په دی هکله مو هلې ځلې دوام لری»
د راپورونو له مخې، دا کموالی په داسې حال کې راغلی دی چې افغان ښځې په نړۍ کې تر ټولو له سخت جنسیتي، کار، زده کړو، او ازاد تګ راتګ محدودیتونوسره مخامخ دي.
د دې لپاره چې د ښځو او نجونو حقونو د پناه غوښتنې پالیسۍ له امله کمزورې نه شي، د بخښنې نړیوال سازمان د بریتانيې حکومت ته دا سپارښتنې وړاندیز کړي
د کډوالو د کورنۍ د بیا یوځای کیدو لپاره د کډوالۍ د ځنډول شوي قوانینو بیا اعاده.
د هغو احکامو لغوه کول چې د پناه غوښتنې تصامیم محدودوي.
د هغو طرحو لغوه کول چې چې د پناه غوښتونکو ملاټړ کمزوري کوي .
د هغو ښځواو نجونو لپاره چې له جنگ څخه تښتي، خوندي لارې ولټول شی.
راپور زیاتوي چې د بریتانیا هغه پالیسۍ چې د کډوالۍ د کنټرول لپاره سختې شوې دي، په عملي ډول د هغو کسانو لپاره د خوندیتوب دروازې بندوي چې تر ټولو زیاته اړتیا ورته لري، په ځانګړي توگه هغه ښځې او نجونې چې زیانونه ګالې .