د امریکا د بهرنیو چارو وزارت : مونږ د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو ظالمانه اعمال غندو

د ملګرو ملتونو کارپوهان د طالبانو د هغو پالیسیو د سمدلاسه لغوه کولو غوښتنه کړې چې افغان میرمنې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د کار کولو یا حتی د ننوتلو څخه منع کوي

دوی خبرداری ورکړی چې دا بندیز نه یوازې د ښځو د حقونو څخه سرغړونه ده بلکې په د افغانستان کې بشري بحران لا پسې زیاتوي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، دا پالیسي د ښځو پر حقونو، په ځانګړې توګه د کار کولو پر حق مستقیم برید دی، او ویلي یې دي چې د ښځو د دندو د ترسره کولو څخه د مخنیوي لپاره هیڅ کلتوري، مذهبي یا اداري توجیه نشته.

پر حاکمو طالبان دا نیوکې پداسې حال کې کيږي چې دا ډله د "اسلامي او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې" په افغانستان کې ښځې له هر راز حقونو برخمنې گڼي.

پر افغان ښځو د طالبانو له لورې وضع شویو محدودیتونو ته په کتو د امریکا د بهرینو چارو وزارت د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي:

«طالبان په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره د تر ټولو ظالمانه شرایطو د رامینځته کولو مسؤول دي.

موږ د دوی وحشیانه کړنې غندو».

د کارپوهانو په وینا، په تیرو څو کلونو کې چې په افغانستان کې واک د دویم ځل لپاره طالبانو ته په لاس ورغلی، ښځې په سیستماتیک ډول له عامه ژوند څخه ایستل شوي او په دولتي دفترونو، غیر دولتي سازمانونو او نورو سکتورونو کې چې دوئ ورڅخه تنخواه تر لاسه کوله له دندو څخه ایستل شوي دي. دی سره ډیرې هغو ښځو چې د خپلې کورنۍ یواځینۍ سرپرستانې وې خپل عاید له لاسه ورکړې او د فقر سر مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړې چې د ملګرو ملتونو له ادارو څخه د ښځینه کار کوونکود منع کولو پایلې سمدستي او جدي دي، دا نه یوازې د هغو ښځو لپاره چې خپلې دندې يې له لاسه ورکوي بلکې د هغو ملیونونو افغانانو لپاره هم ناوړه پایلې لري چې په بشري مرستو تکیه کوي.