ملګري ملتونه: د زوجینو د تفریق اصولنامه د ښځو او نجونو حقونه کمزوري کوي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې د ښځې او مېړه د بېلېدو اړوند د «زوجینو د تفریق اصولنامې» د ښځو او نجونو د حقونو، امنیت او قانوني وضعیت په اړه جدي اندېښنې راپیدا کړي دي.

دغه سازمان سه‌شنبه د غبرګولي پر ۵مه په یوه خپاره کړي بیان کې ويلي چې دا اصولنامه به د ماشومانو د ودونو او د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتوالي لامل شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې «د زوجینو د تفریق اصولنامه» په داسې وخت کې صادره شوې چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو پنځم کال په نږدې کېدو دی.

یاد ې ادارې زیاته کړې چې په دغې اصولنامې کې د مېړه او مېرمنې د جلا کېدو شرایط تعریف شوي، خو ښځې د دغه بهیر د ترسره کولو پر مهال د نارینه ‌وو پرتله له ډېر پېچلو حقوقي خنډونو سره مخ دي چې په ځینو مواردو کې د جلاوالي غوښتنې د ثبت لپاره د څو شاهدانو او نورو پېچلو شرایطو ته اړتیا رامنځته کوي چې دا وضعیت بیا د ښځو او نارینه‌ وو ترمنځ حقوقي نابرابري څرګندوي او په افغانستان کې یې د ښځو او نجونو له حقونو د جدي خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې دا هم ویلي چې په دغې اصولنامې کې لږ تر لږه د واده لپاره هېڅ عمر نه دی ټاکل شوی چې دا د ماشومانو د ودولو د عادي کېدو خطر زیاتوي.

د بیان له مخې، په افغانستان کې پخوانیو قوانینو د واده عمر ټاکلی شوې ، اجباري او د ماشومانو ودونه جرم ګڼلي شوی.

په راپور کې راغلی:«په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانگې د ١٨ فرمان د پایلو په اړه ژوره اندیښنه لري».

دغې ادارې د افغان ښځو او نجونو لپاره له تبعیض او تاوتریخوالي پرته د عزت، خوندیتوب او د قانون په جوکاټ کې عدالت ته د معنی داره لاسرسي غوښتنه کړې

ملگري ملتونه د بشری حقونو تړونونو او کنوانسیونونو سره سم چې افغانستان يې برخه ده د افغان ښځو او نجونو لپاره د داسې پالیسیو او قوانینو غوښتنه کړې چې د هغوئ ټول حقونه پکې خوندي وي.