افغان کارگران په افغاني پاسپورت عربي اماراتو ته ځي

شاو خوا ۴٠٠ زره افغان کارگران په عزبي متحده اماراتو او سعودي عربستان کې په کار بوخت دي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي وروسته له دې افغان کارگران کولای شي مستقیماً په افغاني پاسپورتونو د کار لپاره عربي متحده اماراتو ته ولاړ شي. دا نوښت عربي متحده اماراتو ته د ولسمشر محمد اشرف غني له سفر وروسته رامنځ ته شو.

اکثر افغان کارگران اوس هم له بهرنیو پاسپورتونو په ځانگړې توگه د پاکستاني پاسپورت څخه په استفادې د کار کولو لپاره عربي هیوادونو ته ځي.

ولسمشر غني په عربي متحدهاماراتو کې د میشتو افغانانو سره په لیدنه کتنه کې په ابوظبی کې وویل چې دواړو هیوادونو موافقه کړې چې له دې وروسته افغان کارگران په افغاني پاسپورتونو عربي متحده اماراتو ته د کار لپاره ولاړ شي.

دکار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت سرپرست واصل نور مهمند وایي چې عربي متحده اماراتو ته په مستقیمه توگه د افغان کارگرانو د استولو لپاره له څو کالو راهیسې هڅې روانې وې.

ښاغلي مهمند زیاته کړه هغه افغانانچې الکترونیکي پاسپورتونو درلودونکي وي او د افغانستان د تابعت تذکره ولري او د کارگري مهارتونو تصدیق هم ولري په عربي متحده اماراتو کې د میشتو شرکتونو له لارې په قانوني توگه په کار گمارل کیږي.

ښاغلي مهمند زیاته کړه چې په دې اړه یو ځانگړی طرزالعمل هم تیار شوی او ټاکل شوې چې ژر د دواړو هیوادونو ترمنځ لاس لیک شي. هغه زیاته کړه چې د دې لارښود له مخې دوه تړونونه باید لاس لیک شي یو د دوو حکومتونو ترمنځ او بل د کار ورکوونکي شرکت او کارگر ترمنځ.

د ښاغلي مهمند په وینا په هغه صورت کې چې افغان کارگران په افغاني هویت بهر ته ولیږل شي، د افغانستان حکومت کولای شي د مشکلاتو په صورت کې د هغوی د ستونزو د حل کولو اقدام وکړي.

د افغانستان د حکومت له لورې د ورکړل شویو شمیرو له مخې همدا اوس نژدې ۴٠٠ زره افغان کارگر د خلیج او سعودي عربستان په هیوادونو کې په کار بوخت دي چې شاو خوا نیمایي یې په پاکستاني پاسپورت هغه هیواد ته تللي دي.

په دې ترڅ کې د افغانستان د سراسري کارگري اتحادیې رئیس محمد لیاقت عادل وایي په خلیج او عربي متحده اماراتو کې د افغان کارگرانو حقونه تر ډیره حده ضایع کیږي. هغه هیله څرگنده کړه چې دغه نوې پرمختیاوی به د افغان کارگرو لپاره آسانتیاوی برابرې کړي.

که څه هم چې د افغان کارگرانو دقیقه شمیره چې په بهر کې کار کوي او یا دا چې په افغانستان کې د بیکارۍ کچه څومره ده، نشته، خو د کار، ټولنیزو چارو ، شهیدانو او معلولینو وزارت د شمیرې له مخې په ټولیزه توگه په افغانستان کې ١٢ میلیونه کسان د کار وړتیا لري چې له دې جملې څخه څلورنیم میلیونه یې بې روزگاره دي.

د کار او ټولینیزو چارو وزارت ویاند وایي چې د څلورنیم میلیون کسانو له ډلې څخه یو میلیون یې په مطلقه توگه بیکاره دي او نور یې په قراردادي او موقتي کارونو بوخت دي چې لاس مزد یې د ژوندانه د پرمخ بیولو لپاره بسیا نه کوي.