کرکټ: افغانستان د نړیوال جام سیالیو سفر په بري پیل کړ

د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې په تېر نړیوال جام کې ځينې پیاوړې لوبډلې ماتې کړې وې.

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د نړیوال جام په تمریناتي لوبې کې خپله لومړنۍ لوبه له ایرلېنډ څخه وګټله.

لوبه د شنبې په ورځ د بنګلدېش د کریرا شیخه په لوبغالي کې وشوه. افغان کپټان احسان الله پچه وګټله او خپله یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لومړنيو لوبغاړو ښه پيل نه درلود، خو په خپله کپټان په زړه پورې لوبه وکړه.

احسان الله ۱۳۳ منډې وکړې چې څلور شپږیزې او ۱۴ څلوریزې په کې شاملې وې.

په نورو افغان لوبغاړو کې طارق ۴۰ او راشد خان ۳۲ منډې وکړې.

ایرلېنډ د افغانستان له لوري د ۲۷۷ منډو هدف پوره نشو کړی او ټوله لوبډله یې په ۴۵ اورونو کې په ۱۵۱ منډو وسوځېدله.

افغانستان دغه لوبه په ۱۲۶ منډو وګټله.

افغانستان دویمه تمریني لوبه د همدغې میاشتې په ۲۵نېټه د دوشنبې په ورځ له نیوزلېنډ سره کوي.

د ۱۹کلنو نړیوال جام

د افغانستان د کرکټ د ۱۹کلنو ملي لوبډله په نړیوال جام کې د ګډون لپاره بنګلدېش ته تللې ده. دا څلورم وار دی چې افغانستان په دا ډول نړیوال جام کې لوبیږي.

په دغه نړیوال جام کې ۱۶ لوبډلې دي چې لس یې د کرکټ د نړیوالې شورا دایمي غړي او شپږ نورې یې د دویمې او درېیمې درجه هېوادونه دي.

ټولې لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوي چې افغانستان په بي ګروپ کې دی.

افغانستان به له پاکستان سرېلنکا او کاناډا سره سیالۍ کوي. د افغانستان لومړنۍ لوبه د همدغې میاشتې په ۲۸ نېټه له پاکستان سره ده.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې تېرکال په پاکستان کې خپلو پاکستاني سیالانو ته پرلپسې ماتې ورکړې.

د افغانستان د لوبډلې کپټان احسان الله ویلي چې دوی هیله لري د دغه جام د سر په لوبډلو کې راشي.