ریلیف : په ۲۰۲۵ کال کې، د داخلي بې ځایه شویو شمیر شاوخوا ۳.۱ میلیونه و

ریلیف ویبپاڼې په ٢٠٢٦ کال کې په افغانستان کې د داخلي بې ځایه کیدو پر عواملو رپوټ خپور کړی.

ریلیف ویبپاڼې نن پنجشنبې د (سپتمبر١٠ ) لیکلي، په افغانستان کې د داخلي بې ځایه کیدو اصلي لاملونه اقتصادي فشارونه، د خوړو نشتوالی او طبیعي پېښې دي.

ویبپاڼې لیکلي، په ۲۰۲۵ کال کې، شاوخوا ۳.۱ میلیونه افغانان د بې ځایه شویو په توګه ژوند کاوه.

که څه هم جبري بې ځایه کېدنه کیدای شي سختې منفي پایلې ولري، خو جبري په یوه ځای کې پاتې کېدو ته اړ کېدل هم په ورته کچه زیانمن کیدای شي.

ریلیف وايی، د افغانستان متنوع جغرافیه دغه هېواد له ګڼو طبیعي خطرونو، په ځانګړې توګه سېلابونو، وچکالۍ او زلزلو سره مخ کوي. سره له دې چې دا خطرونه تکراري بڼه لري، خو د هغوی پر وړاندې چمتووالی لا هم کمزوری دی اوله همدې امله، د دغو پېښو بشري اغېزې خورا درنې وې.

ویبپاڼې دافغانستان په ختیځ کې هغو وروستیو سیلابونو ته اشاره کړې په پراخه گویجاړي او مرگ ژوبله يې رامنځ ته کړه چې په نتیجه کې د د سلگونهو کورنیو د بې ځایه کیدو سبب شو.

ریلیف وایی، ډېرځله د طبیعي پېښو یا خطرونو وروسته د بې ځایه شویو خلکو کره شمېرې نه راپور کېږي، چې له امله یې د دې ستونزې د کچې درک کول ستونزمن کېږي.

راپورونو له مخې افغانستان کې جګړې، طبیعي پیښې، وچکالۍ، بې وزلي او لوږه، بیکاري او پر ښځو باندې محدودیتونه ددې سبب شوي چې په سلګونو زره کسان د خپلو اصلي سیمو پریښودلو ته اړ شي او نورو سیمو ته کډه وکړي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د مهاجرت د نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې داخلي بې ځایه شویو کسانو شمیر شاو خوا شپږو میلیونو ته رسیږي چې د ډیرو سختو شرایطو لاندې ژوند کوي.

ددغه سازمان د راپور کې ویل شوی و چې افغانستان په نړۍ کې دریم هیواد دی چې ډیر شمیر خلک پکې دننه بې ځایه شویدي.

ریلیف ویبپاڼې د بشري اړتیاوو په هکله لیکلي، چې د کمزوري اقتصاد، اقلیمي زیانونو، د خلکو د پراخې کچې بېرته راستنېدو، د مرستو د کمښت او شخړو ګډې اغېزې د وضعیت د لا خرابېدو لامل ګرځي.

ریلیف وايي، ناسمه تغذیه په ټول هېواد کې لا هم لویه اندیښنه ده.

د پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې د بدن د کمزورتیا او ډنګرېدو کچه په ګڼو ولایتونو کې لوړه ده، چې لاملونه یې د خوړو نشتوالی یا نه خوندیتوب، د خوړو د ډولونو کمښت، د ناروغیو تکراري خپرېدل او روغتیایی او تغذیه یي خدماتو ته محدود لاسرسی دی.

د ملګرو ملتونو خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د تغذیې په برخه کې د لا خرابېدونکي وضعیت د مخنیوي لپاره دوامداره ملاتړ ته اړتیا ده.