په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۸۱مې عمومي غونډې په څنډې کې د افغانستان د موسمي تغیر او چاپیریالي وړتیا په اړه غونډه وشوه.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق، او ځینو نورو متخصصینو په دې غونډه خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د موسمي تغیر د ستونزو په حل کولو د نړیوالې ټولنې د زیات تمرکز غوښتنه وکړه.
په داسې حال کې چې افغانستان له وچکالۍ، د اوبو له کموالي، تودوخې، د ځمکو له تخریب، د نړیوالو مرستو له کمښت، په لوی شمېر کې د کډوالو له بېرته ستنېدو او دا ډول نورو ستونزو سره مخامخ دی، د موسمي تغیر او چاپیریالي وړتیا ګډونوالو د اوبو په مدیریت کې په سیمه ایزې همکارۍ، د ښځو په ارزښتناک ګډون او د ظرفیتونو په تقویې ټېنګار وکړ.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي ماموریت سرپرست نصیر احمد فایق وویل چې په افغانستان کې د سیاسي او بشري حقونو کړکیچ دا ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.
نصیر احمد فایق د اقلیمي ستونزو سره په مبارزې کې د ښځو په ارزښتناکې ونډې ټېنګار وکړ.
هغه وویل: «له زدکړو، کار او عامه ژوند څخه د ښځو محرومول د ستونزو سره د افغانستان د مقابلې توان کمزوری کوي. په هغو پرېکړو کې چې د ښځو په راتلونکې باندې مستقیم اغیز لري، د ښځو د پوهې، مهارت او رهبریت ته ځای نه ورکول، ټولنې ناتوانه کوي.»
هغه وویل چې ښځې باید په دې هڅو کې په ارزښتناک ډول دخېلې وي او د اوبو په مدیریت کې د انجینرانو، څیړونکو، بزګرانو او مشرانو په توګه د ښځو ونډه اړینه ده.
فایق زیاته کړه چې د افغانستان خلک د خپل ژوند د حفاظت، چاپیریال د ساتنې او خوندي راتلونکې د لرلو مستحق دي او نړیوال پیوستون باید د هغوی له توان سره برابر شي.
وچکالي، د اوبو کمښت او د خاورې تخریب لویې اقلیمي ننګونې دي چې افغانستان ګواښي، او د کډوالو له بېرته ستنیدو سره نورې هم زیاتې شوي.
د نفوس او کډوالو لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیالې ان سي ریچارډ وویل چې د مرستو کمښت په مختلفو برخو باندې اغیز کړی دی.
هغه وویل: «له بده مرغه دا په ډېرو بشري، پراختیایي او د بشري حقونو سکتورونو باندې اغیزه کوي. او دا هغه څه دي چې موږ ورسره مخامخ یو.»
هغې زیاته کړه چې دغې برخې ته نه پام کول یوه بله ستونزه ده.
د اقلیمي بحران د مخنیوي او منصفانه انتقال په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مشاور سیلوین هارټ هم په غونډې کې وغږېده او د افغانستان د موسمي تغیر په اړه یې خبرې وکړې.
نوموړي وویل: «ما غوښتل چې دلته ستاسو سره په هغه مهم کار کې برخه واخلم، چې تاسو یې ترسره کوي، خو، دا مې هم غوښتل چې له افغانستان او د افغانستان له خلکو سره خپل پیوستون څرګند کړم. حقیقت دا دی چې د اقلیم شرایط ډیر خطرناک کیږي او افغانستان د اقلیمي بحران په لومړۍ کرښه کې دی.»
د غونډې یوه بله برخواله د نړیوال مقاومت د بنسټ مشره فرشته سخي وه. هغې وویل افغانستان د هغو هیوادونو په لست کې چې شین کوریز ګازونه تولیدوي، خو د اقلیمي بحران سره د مقابلې لپاره تر ټولو هم توان لري.
هغې وویل چې افغانستان د یو داسې بحران سره مخ دی چې په رامنځ ته کولو کې یې لږه ونډه لرلې ده.
د ملګرو ملتونو په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې، وچکالۍ د افغانستان دوه پر درېیمه برخه اغیزمنه کړه، او د څښاک اوبو ته لاسرسی نږدې ۴۴ سلنه کم شو. د افغانستان شاوخوا ۲۷ میلیون نور وګړي د خپلو اساسي اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.
د ملګرو ملتونو په وینا، په افغانستان کې د تیرو څو کلونو په پرتله واوره کمه شوې، چې په هیواد کې کرنه او د اوبو سرچینې یې اغیزمنې کړې.