د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې (افغان ابدالیان) د سپتمبر په ۲۳ مه د جاپان په ایچي ایالت کې په اسیايي لوبو کې کوربه جاپان ته په ۴۸ منډو ماتې ورکړه.
د افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې په خپل نوبت کې شلو اورونو کې ۱۲۹ منډې وکړې چې محمد اکرم په ۳۴ او کپتان درویش رسولي ۲۹ منډې وکړې.
د افغان لوبډلې د ۱۳۰ منډو د هدف په تعقیب کې د جاپان ټول لوبغاړي په ۸۱ منډو وسوځیدل او افغانستان په اسانۍ دا لوبه وګټله او دوه پوانیټونه یې خپل کړل.
د افغانسان د لوري توپ اچونه کې عرب ګل مومند څلور ، ننګیالي خروټي درې، عبدالله احمدزي دوه او نجیب ځدران یو لوبغاړی وسوځول.
افغانستان په دې سیالیو کې په الف ګروپ کې دی او د خپل ګروپ دویمه سیالي به د سپتمبر په ۲۵ مه نیپال سره ترسره کوي.
نجیب ځدران درېیم افغان لوبغاړی شو چې د کرکټ په دوه سوه سیالیو کې د افغانستان استازیتوب کوي.
افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد خان دوه نور افغان لوبغاړي دي چې له ۲۰۰ څخه یې زیاتې د کرکټ نړیوالې سیالۍ کړیدي.
دی بري سره افغانستان د اسیاسي لوبو د کرکټ سیالیو بل راونډ کوارټر کې ځای ومونده
په ب ګروپ کې د عمان مالیزیا او هانګ کانګ لوبډلې د یو بل سره سیالۍ سره لري چې د سر دوه لوبډلې به بل پړاو کې د هند، سري لنکا، بنګله دیش او پاکستان سره مخامخ کیږي.
د دې سیالیو اتله لوبډله به د سرو زرو مډال ترلاسه کوي