افغانستان له زمبابوې څخه د ۲۰ اورونو کرکټ دوهمه لوبه وګټله

افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۹) د زمبابوې سره د کرکټ د دریو شل اوریزو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه د ۱۹ منډو په توپیر وګټله.

د متحده عربي اماراتو په شارجه کې ددې لوبې پچه زمبابوې وګټله او د توپ وهنې لومړی نوبت یې افغانستان ته ورکړ.

افغانستان د اوو لوبغاړو په سوځېدو مقابل لوري ته د ۲۲۲ منډو هدف کیښود. او زمبابوې په ځواب کې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۲۰۲ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي په ۵۰ توپونو ۱۱۶ منډې وکړې او ددې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. اعجاز احمدزي په ۲۷ توپونو ۵۲ وکړې.

د افغانستان په توپ اچوونکو کې عبدالله احمدزي د زمبابوې دوه لوبغاړي وسوځول. عظمت الله عمرزي او راشد خان هم یو-یو لوبغاړی وسوځاوه.

افغانستان د نن ورځې لوبې لپاره دوه لوبغاړي بدل کړي و. فرید احمد ملک او عبدالله احمدزی د فضل الحق فاروقي او نور احمد لکڼوال پر ځای په لوبډله کې شامل شوي و.

ددې لړۍ لومړۍ سیالي افغانستان د ۳۷ منډو په توپیر ګټلې

ټاکل شوې د دې لړۍ دریمه او وروستۍ لوبه د یکشنبې په ورځ (نومبر ۱) وشي.

تر شل اوریزو لوبو وروسته ، افغانستان د زمبابوې سره دوه پنځه ورځنۍ یا د ټیسټ سیالۍ هم لري چې لومړۍ به یې د نومبر په پنځمې پیل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د دې ټولو لوبو کوربه دی.