د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې په ورځ (نومبر ۱) د نور احمد لکڼوال د ښې توپ اچونې په مټ زمبابوې ته د اوو ویکټو په ستر توپیر ماتې ورکړه.
دا د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د کرکټ د دریو شل اوریزو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه وه. دوه مخکینۍ لوبې هم افغانستان ګټلې وې.
د متحده عربي اماراتو په شارجه کې د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپ وهنې لومړی نوبت یې زمبابوې ته ورکړ.
د افغانستان د لورې د ښې توپ اچونې له کبله د زمبابوې ټول لوبغاړي په ۱۴.۳ اورونو کې د یوازې ۷۹ منډو کولو وروسته وسوځېدل.
افغانستان دغه هدف په ۸.۱ اورونو کې د درېو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او لوبه یې وګټله.
په دې لوبه کې د افغانستان توپ اچوونکي نور احمد لکڼوال د مقابل لوري پنځه لوبغاړي وسوځول. عبدالله تره خیل، چې په لومړي ځل یې په نړیواله لوبه کې برخه لرله، د کپتان سکندر رضا په ګډون د زمبابوې دوه لوبغاړي وسوځول.
د زمبابوې لپاره راین بورل په ۲۹ توپونو ۳۰ منډې وکړې او بل هیڅ توپ وهونکی یې له ۱۰ څخه د زیاتو منډو په کولو ونه توانېد.
د افغانستان لپاره ترټولو زیاتې ۲۵ منډې پرانیستونکي توپ وهونکي ابراهیم ځدراڼ وکړې او تر پایه ونه سوځېد.
ټاکل شوې ده چې افغانستان د زمبابوې سره دوه پنځه ورځنۍ یا د ټیسټ سیالۍ هم وکړي چې لومړۍ به یې د نومبر په پنځمه نېټه پیل کیږي.
د افغانستان کرکټ بورډ د دې ټولو لوبو کوربه دی.