کرکټ: هانګ کانګ افغانستان ته ماتې ورکړه

هانګ کانګ څو میاشتې مخکې هم د کرکټ د ۲۰ اورونو د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې ماتې ورکړې وه.

افغانستان د کرکټ د ۲۰ اورونو په يوې نړيوالې لوبې کې هانګ کانګ ته د ۱۶۳ منډو هدف ورکړ، خو هانګ کانګ پوره کړ؛ هانګ کانګ دغه هدف په وروستي اور کې پوره کړ.

پچه افغانستان وګټله او خپله يې منډو جوړولو ته ملا وتړله. تر ټولو ډېرې ۵۱ منډې کپتان اصغر ستانکزي وکړې؛ سمیع الله شینواري ۳۴ او شفیق الله شفق چټکې ۳۰ منډې وکړې.

کریم صادق ۲۲، عثمان غني لس، ګلبدین او محمد شهزاد څلور منډې وکړې.

لوبه د ابو دبۍ په ښار کې وه.

د هانګ لوبغاړو لوبه ورو پیل کړه خو په منځ منځ کې يې ځينې شپیږیزې او څلوریزې هم ووهلې؛ د هانګ کانګ یو لوبغاړي په یوه اور کې په افتاب علم باندې ۱۹ منډې وکړې چې پر افغان لوبغاړو يې فشار لا زیات کړي.

په افغان توپ اچوونکو کې روښان بارکزي، افتاب علم او کریم صادق دوه دوه لوبغاړي وسوځول. دا د روښان باکزي لومړنۍ شل اوریزه سیالي وه.

هانګ کانګ څو میاشتې مخکې هم د کرکټ د ۲۰ اورونو د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې ماتې ورکړې وه؛ هلته يې هم د ۱۶۱منډو هدف پوره کړی و.