ستانکزی: که اماراتو ویزې رانکړې، زمبابوې هند ته راغواړو

د افغانستان د کرکټ اجرايي ریس شفیق ستانکزی وايي چې تر جمعې پورې د اماراتو ویزو ته انتظار کوي، که ونشو، هند سره یې خبرې خلاصې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي که متحده عرب امارات مهمو افغان لوبغاړو ته ویزې ورنکړې، د افغانستان او زمبابوې د کرکټ لوبې په هندوستان کې کوي.

د بورډ اجرايي ریس شفیق ستانکزي د امریکا غږ اشنا ته وویل چې د هند د کرکټ بورډ له چارواکو سره یې خبرې نهايي کړي او یوازې د لوبغالي د ټاکلو پرېکړه پاتې ده.

امارات پنځو افغان لوبغاړو محمد نبي عیسی خیل، نوروز منګل، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ او نجیب ځدراڼ ته د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله ویزې نه دې ورکړي.

افغانستان د اکتوبر په میاشت کې زمبابوې ته تللی و او هلته یې له کوربه هېواد سره اووه لوبې وکړې او پنځه يې وګټلې.

اوس به افغانستان د زمبابوې کوربتوب کوي چې د دغو سیالیو لپاره متحده عرب امارات په پام کې نیول شوي وو.

ښاغلی ستانکزی وايی که په اماراتو کې لوبې وشوې د کرکټ په یو نړیوال چاینل کې به خپریږي او که ونشوې د کوم کورني چاینل له لارې به له هند څخه د دغو سیالیو د خپرولو هلې ځلې وکړې.

د افغانستان او زمبابوې د کرکټ لوبډلو ترمنځ پنځه یوه ورځنۍ او دوه د شلو اورونو سیالۍ د ډسمبر په ۲۵ نېټه پیلیږي او د جنورۍ په لسمه ختمیږي.

Your browser doesn’t support HTML5

د اجرايي ریس شفیق ستانکزي سره د جعفر هاند مرکه واورئ