کرکټ: نړیوال جام کې د افغانستان د پرمختګ هېلې ورژېدې

دا څلورم ځل دی چې افغانستان د ۱۹ کلنو د نړیوال جام په سیالیو کې برخه اخلي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې خپله دویمه لوبه هم وبایلله او په دې ډول یې د نړیوال جام سیالیو ته د وړاندې تګ هېلې ختمې شوې.

افغانستان تر دې مخکې خپله لومړنۍ لوبه پر پاکستان بایللې وه.

له افغانستان سره په بي ګروپ کې کاناډا ده چې خپلې دواړه لوبې يې بایللې دي.

له بي ګروپ نه دواړه پاکستان او سرېلنکا منځلوبو یا کوارټر فاینل ته ووتل، افغانستان او کاناډا پاتې شول.

وړاندې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې مدیر نوید کاکړ د امریکا غږ اشنا ته ډاډ ښودلی و چې کوارټر فاینل او سیمې فاینل ته به خامخا وځي.

تر ښاغلي کاکړ وړاندې افغان کپټان احسان الله هم رسنیو ته ویلي وو چې دوی ان د نړیوال جام د ګټلو لپاره بنګلدېش ته راغلي دي.

له سرېلنکا سره په لوبې کې افغانستان د سرېلنکا ټوله لوبډله په ۱۸۴ منډو وسوځوله خو خپله بیا په ۱۵۱ منډو وسوځېده.

تر هغې وړاندې له پاکستان سره په لوبې کې د افغانستان د ۱۹ کلنو ټوله لوبډله په ۱۲۶ منډو سوځېدلې وه.

افغانستان خپله درېیمه لوبه سبا له کاناډا سره کوي، چې ګټل او بایلل یې د نړیوال جام د روانو سیالیو په نتایجو ډېر مثبت تاثیر نلري.

دا څلورم ځل دی چې افغانستان د ۱۹ کلنو د نړیوال جام په سیالیو کې برخه اخلي.