شپږیزه-لیګ: سپین غر زمریان او امو نهنگان له شپږیزې ووتل

امو نهنګانو په پنځو لوبو کې یوه هم ونه ګټله

د یکشنبې په ورځ د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو کې سپین غر زمریانو مس عینک اتلانو او امو نهنګانو د بند امیر ښامارانو ته لوبې وبایللې.

سپین غر زمریان او امو نهنګان له شپږیزې ووتل. امو نهنګانو په پنځو لوبو کې یوه هم ونه ګټله او سپین غر بیا په پنځو کې دوې وګټلې. د امو نهنګانو کپتان مېرویس اشرف او د سپین غر کپټان شفیق الله شفق دی.

د یکشنبې د ورځې په دویمې لوبې کې د امو نهنګانو لوبډلې د راشد خان په مشرۍ د بند امیر ښامارانو ته د ۱۰۲ منډو هدف ورکړ چې هغوې د یو لوبغاړي په سوځېدو سره په ۱۳ اور کې پوره کړ او لوبه یې په اسانۍ وګټله.

راشد خان په څلورو اورونو کې لس منډې ورکړې او څلور لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی راشد خان شو.

همدغه راز حضرت الله ځاځي په ۲۹ توپونو ۵۲ تېزې منډې وکړې او د بند امیر ښامارانو بری یې یقینی کړی.

په اولې لوبې کې بیا د شفیق الله شفق په مشرۍ د سپین غر زمریانو د محمد نبي په مشرۍ میس عینک اتلانو ته د ۱۳۰ منډو هدف ورکړ چې هغوې په ۱۸ اورونو کې پوره او لوبه یې وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی محمد نبي شو چې په څلورو اورونو کې یې درې کسان وسوځول.

سبا دوشنبه- سپتمبر ۱۸-د کابل بازانو او بند امیر ښامارانو ترمنځ لوبه ده، له دغو دوو پرته نورو ټولو لوبډلو خپلې پنځه پنځه لوبې وکړې. په دغو دوو کې به یې ګټونکې د جدول اول یا دویم نمبر ته ځي.