د لاس رسي وړ اتصالات

سپین غر زمریانو او کابل بازانو د شپږیزې لومړنۍ سیالۍ وګټلې


د سه شنبې په ورځ هم دوې لوبې وي
د سه شنبې په ورځ هم دوې لوبې وي

د افغانستان د کرکټ شپږیزه لیګ په لومړۍ ورځ دوې لوبې وشوې. زرګونه مینوال د کابل نړیوال لوبغالي کې د دغو لوبو لیدو ته ورغلي وو.

دویمه لوبه په زړه پورې ځکه وه چې سوپر اور ته ووتله.

په اولې پاڼۍ کې د امو نهنګانو سپین غر زمریانو ته د ۱۵۹ منډې وکړې چې هغوی هم همدومره مندې وکړې او منډې برابرې شوې او لوبه سوپر اور ته ووتله.

په کرکټ کې هغه وخت سوپر اور کیږي چې د دواړو لوبډلو منډې مساوې شي. بیا د یوه اور لوبه کیږي چې ګټونکی او بایلونکی معلوم شي. په سوپر اور کې د هرې لوبډلې دوه لوبغاړي بیټینګ کولی شي، په بله وینا که د یوې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځېدل، ټوله لوبډله یې سوځیږي، چې له امو نهنګانو سره همداسې وشول.

په سوپر اور کې سپین غر زمریانو امو نهنګانو ته ۱۷ منډې وکړې خو هغوی په صفر وسوځېدل.

د سپین غر بازانو په لوبډلې کې عثمان غني او د زمبابوې ایلټن چکمبورا ۴۱-۴۱ منډې وکړې. چکمبورا د لوبې غوره لوبغاړی شو. خو د امو نهنګانو په لوبډلې کې بیا تر ټولو ډېرې طاهر خان ۳۸ او نور الحق ملکزي ۳۱ منډې وکړې.

د شپږیزې په لومړنۍ لوبې کې بست ساتونکو د کابل بازانو ته ۱۳۶ منډو هدف ورکړ چې هغوې په ۱۸ اور کې پوره او لوبه یې وګټله.

کپټان اصغر ستانکزي ۷۲ منډې وکړې او لوبې غوره لوبغاړی شو. له ده سره حشمت شهیدي ۵۵ وکړې.

د بست ساتونکو په لوبډلې کې بیا د جنوبي افریقا ډیلپورټ ۵۳ او نوروز منګل ۲۸ وکړې.

سبا سه شنبه سپین غر زمریان له بست ساتونکو او بند امیر ښاماران د مس عینک اتلانو سره لوبه لري.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG