د دولت ۱۰۰ ویکټې او د حضرت اوم مقام

دولت ځدراڼ خپله سلمه ویکټه واخیسته او حضرت الله ځاځي په شل اوریزو لوبو کې اوم نمبر شو

د فبرورۍ ۲۸ نېټه ښايي د دوو افغان لوبغاړو دولت ځدراڼ او حضرت الله ځاځي لپاره یوه نه هېرېدونکې ورځ وي.

دولت ځدراڼ په همدغه ورځ د کرکټ په یو ورځنیو لوبو کې خپله سلمه ویکټه واخیسته، په دې مانا چې دولت ځدراڼ په دغو لوبو کې ۱۰۰ لوبغاړي سوځولي دي. سلم کس د ایرلنډ مکارتي و چې دولت اوټ کړ. دا لوبه د هند په دهرادون کې وه.

دولت ډېره موده وروسته لوبې ته راغلی او د ایرلنډ خلاف لوبې کې درې مخالف لوبغاړي وسوځول. دولت ځدراڼ د افغانستان لپاره تر دې دمه ۷۳ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړې دي.

راشد خان او محمد نبي دوه نور افغان لوبغاړي دي چې تر دولت ځدراڼ مخکې یې د افغانستان لپاره ۱۰۰ یا تر ۱۰۰ ډېر کسان یې سوځولي دي.

حضرت الله ځاځی

شل کلن افغان لوبغاړی حضرت الله ځاځی په لومړي ځل د شل اوریزو نړیوالو سیالیو په درجه بندۍ کې په لسو غوره توپ وهونکو کې راغلی دی.

د کرکټ د نړیوالې شورا د تازه اعلان شوې درجه بندۍ له مخې حضرت الله ځاځی په اووم نمبر دی. تر حضرت مخکې د هند لوکېش راهول او وروسته د اسټرالیا ارس شارټ دي. په لومړی مقام د پاکستان بابر اعظم دی.

حضرت الله ځاځی له هغه وروسته اوم مقام ترلاسه کړ چې د ایرلنډ خلاف یوې لوبې کې یې ۱۶۲ نا سوځېدلې منډې وکړې. حضرت الله ځاځي د ایرلنډ خلاف په دریو شل اوریزو سیالیو کې ټولې ۲۰۴ منډې وکړې.

افغانستان دا لړۍ ۲-۰ وګټله. افغانستان له ایرلنډ سره پنځه یوه ورځنۍ او یو ټسټ لوبه هم لري.