د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی شاپور ځدراڼ مړ شو

د افغانستان کرکټ بورډ نن سه شنبه (جولاۍ اومه) اعلان وکړ چې د دغه هېواد د ملي لوبډلې یو مشهور لوبغاړی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات شوی دی.

شاپور ځدراڼ له څه مودې راهېسې په هند کې په روغتون کې بستر و.

ځینو رسنیو راپور ورکړی چې هغه د سرطان په ناروغۍ اخته شوی و.

شاپور ځدراڼ، که څه هم په وروستیو کلونو کې د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره لوبه نه کوله، خو د دغه هېواد د کرکټ د لومړي نسل مخکښ لوبغاړی و او د افغانستان د کرکټ په پرمختګ او پراختیا کې یې مهمه ونډه لوبولې وه.

شاپور ځدراڼ په ۲۰۱۵ کال په استرالیا کې په نړیوال جام کې د افغانستان د لومړي بري اتل لوبغاړی و.

هغه وخت افغانستان په لومړي ځل د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې برخه اخیستې وه او شاپور ځدراڼ د سکاتلنډ په مقابل کې لوبې کې د افغانستان په بري کې مهم رول ولوبوه.

شاپور ځدراڼ د افغانستان لپاره ټولې ۴۳ یوه ورځنۍ او ۳۶ شل اوریزې سیالۍ کړې دي او په دغو سیالیو کې یې ۸۰ لوبغاړي سوځولې دي.