حمید حسن:کرکټ افغان ولس ته د ژوند هیلې ورکړي

حمید حسن د کرکټ د نړیوال جام په مهال د خپلو ملگرو ترمنځ ملي سرود ته لاس په سینه ولاړ دی

موږ دا فکر هم نشو کولی چې که کرکټ نه وی نو موږ به څه کولی ،بلکې دا فکر کول هم سخت دي چې که کرکټ نه وی نو افغان ولس به څه کولی؟

دا خبرې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم نامتو توپ اچونکي حمیدحسن قندهار کې د خپلو مینه والو د لیدو په وخت د امریکا غږ اشنا راډیو سره مرکه کې کړیدي. حمید حسن وویل چې د پینځو کالو نه تر پینځلسو کالو پورې ماشومان او هلکان د ده لیدو ته ورغلي او یو ماشوم ورنه خواهش وکړو چې په قلم ورته په تندي ،مخ او لاسونو ورته حمید حسن ولیکي.

حمید حسن وايي چې کرکټ افغان ځوانان د منفي فکرونو او بدو کارونو نه مثبت فکر او غوره لوري ته را گرځولي دي. هغه وايي کرکټ د افغان ولس دپاره د هیلو او امیدونو یوه وسیله ده.

د حمید حسن بشپړه مرکه په لاندیني لینک کې اوریدی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

د حمید حسن سره مرکه دلته اوریدی شئ