زاخیلوال:کرکټ افغانستان ته یو غوره نوم گټلی دی

د افغانستان مالېې پخواني وزیر او ملي اقتصاد ستر سلاکار ډاکټر عمر زاخیلوال

ډاکټر زاخیلوال وايي کرکټ افغانستان ته مالي او معنوي گټه رسولې

ډاکټر عمر زاخیلوال چې د افغانستان د کرکټ بورډ لومړۍ عمومي ریس و،د افغانستان د کرکټ په وده کې د یو رسمی مقام په توگه د هغوي رول ډیر مهم یادیږي. ډاکټر زاخیلوال چې په تېر حکومت کې د مالېې وزیر و،د خپل مقام او امکاناتو نه په گټې اخیستو سره کرکټ ته د یادونې وړ کار کړیدی. ډاکټر زاخیلوال افغانستان کې د کرکټ سره د ولسي ملاتړ ،دولتي پشتوانې او د لوبغاړو د لاسته راوړنو په اړه د امریکا غږ آشنا راډیو سره ځانگړې مرکه کې ویلي چې د افغانستان په دې نیزدې تاریخ کې کوم ستر افتخار چې یادولی شو ،هغه د کرکټ د لوبغاړو گټلي ویاړونه دي.

په افغانستان کې د امریکاپخوانی سفیر کارل یکن بیري او ډاکټر عمر زاخیلوال د کابل د کرکټ د نړیوال لوبغالي د بنسټ ایښودو په مهال

ډاکټر عمر زاخیلوال په خبرو کې د کرکټ د بورډ د بنسټ ایښودو او د لومړیو ورځو د خاطرو په بیانولو سره ویلي چې دوي ملي تجاران دې ته تیار کړل چې د کرکټ سره مرسته وکړي او د لوبغاړو مالي وضعه بهتره کړي،ترڅو په ارام فکر سره لوبه وکړي.

ډاکټر زاخیلوال په دې مرکه کې د کرکټ دپاره د بازار موندنې په اړه د خپلې تجربې په اساس ویلي چې کرکټ یوازینۍ لوبه ده چې په ځان متکي او کولی شي چې هیواد هم غني کړي.هغه وايي چې د کرکټ د لوبغاړو د زحمت په برکت افغانستان په نړۍ کې په یو ښایسته او غوره نوم یادیږي.

ډاکټر عمر زاخیلوال د کرکټ په وده کې د مطبوعاتو د رول د یادونې په وخت وویل
د افغانستان د کرکټ په وده او د کرکټ د خبرونو په رسولو کې د امریکا غږ اشنا راډیو خدمتونه او رول د ستایلو وړ دي.امریکا غږ آشنا راډیو افغان ولس ته د کرکټ د سیالیو په ژوندي حال رسولو،مرکو او راپورونو کې یو څرگنده نوم لري.

ډاکټر عمر زاخیلوال وویل چې دی اوس هم تیار دی چې د کرکټ بورډ سره د غوښتنې په اساس مرسته وکړي،د ادارې د مشکلاتو په سمون،د نړیوالو مرستو په جلب او د اړیکو په وده او نورو ساحو همکاري وکړي.

Your browser doesn’t support HTML5

ډاکټر عمر زاخیلوال سره د افغانستان د کرکټ په اړه ځانگړې مرکه