د امریکا فدرالي قاضي د افغان کډوالو د بېرته لېږلو پلان وځنډوه

افغان کډوال

د امریکا یوه فدرال قاضي افغانستان او پاکستان ته د هغو افغان کډوالو د شړلو بهیر موقتاً ځنډولی، چې په متحدو ایالتونو کې توقیف شوي.

دا پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې د کډوالو د حقونو فعالانو او د کانګرس لسګونو غړو خبرداری ورکړ چې د دغو افغانانو بېرته لېږل یې ژوند له جدي خطر سره مخ کولی شي.

د نیویارک فدرال قاضي والري کاپروني د سه شنبې په ورځ د نوامبر ۳مه د ټرمپ د حکومت د دغه پلان د موقت درولو حکم صادر کړ. دغه حکم د شنبې تر ورځې اعتبار لري.

د امریکا حکومت محکمې ته ویلي، د کډوالو او ګمرکونو اداره یا آیس د روانې اوونۍ تر پای پورې افغانستان یا پاکستان ته د افغانانو د لېږد لپاره نه ځانګړې الوتکه لري او نه یې سوداګریز پرواز په پام کې نیولی دی.

د کډوالو د حقونو فعالان وايي، له ۸۰ زیات افغانان له آیس څخه د خبرتیاوو د تر ترلاسه کولو وروسته ورسره اړیکه نیولې، چې ښايي د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږل شي.

په دغو کسانو کې ښځې، د پولیسو یو افسر، د مذهبي لږکیو غړي او هغه کسان شامل دي چې د کورنۍ غړو یې له امریکايي ځواکونو سره خدمت کړی دی. د بشري حقونو د سازمانونو په وینا، اکثره دغه افغانان د ځورونې او تعقیب له وېرې له افغانستان څخه تښتېدلي او حقوقي استازیتوب هم نه لري.

د امریکا د کانګرس ۶۶ غړو په یوه لیک کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر مارک‌وین مولن ته خبرداری ورکړی، چې د دغو افغانانو بېرته لېږل ښايي هغوی له تعقیب، شکنجې او حتی مرګ سره مخ کړي.

د طالبانو د غچ اخیستنې وېره

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانانو د بېرته لېږلو د راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل ویلي چې حکومت یې د دې راپورونو په اړه جدي اندېښنه لري او له امریکا یې غوښتي چې د افغانانو د حقونو او مشروع غوښتنو درناوی وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې درېیم هېوادونه باید د بل هېواد د وګړو د برخلیک په اړه په پرېکړو کې ښکېل نه شي.

د کډوالو د حقونو فعالان وايي، افغانستان ته ستنېدونکي کسان له جدي او سیستماتیکو خطرونو سره مخ کېدای شي، چې په خپل سر نیول، اعدامونه، عام محضر کې د دورو وهل او غچ اخیستونکي بریدونه پکې شامل دي.

د بشري حقونو د سازمانونو په وینا، ښځې او نجونې په افغانستان کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي او له زده‌کړو، کار او په عامه ژوند کې له ګډون څخه محرومې دي.

د محکمې پرېکړه لنډمهاله بریا

د افغان ایواک سازمان مشر شان وان‌دایور د محکمې پرېکړه د یوې لنډمهالې بریا په توګه یاده کړې، خو ویلي یې دي چې مبارزه لا پای ته نه ده رسېدلې.

د کډوالو او مهاجرت لپاره د بشري حقونو د یو سازمان چارواکو هم خبرداری ورکړی چې د افغانانو د بېرته لېږلو لپاره د پاکستان د حکومت د رول او له دغه هېواد سره د امریکا د ترتیباتو په اړه لا هم ډېرې پوښتنې بې‌ځوابه پاتې دي.

د ټرمپ حکومت په تېرو میاشتو کې زرګونه کډوال هغو هېوادونو ته لېږلي چې د خپل اصلي ټاټوبي یې نه دي. په ځینو مواردو کې، د ډیپلوماټیکو اړیکو د نشتوالي له امله، د درېیم هېواد له لارې د کډوالو لېږدول د بېرته ستنولو د بدیل په توګه کارول شوي دي.

یو شمېر افغان فعالان وايي، د قاضي د حکم هرکلی کوي، خو د افغان کډوالو د خوندیتوب لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د پروازونو څارنه به کوي، څو د بېرته لېږلو بهیر پیل نه شي.