د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونو زیانونه اړولي

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو له امله رامنځته شوي سېلابونه لا هم دوام لري، او په تازه پېښو کې د مې میاشتې په لومړیو ورځو کې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د نویو زیانونو رپوټونه ورکړل شوي دي.

دا طبیعي افت په داسې حال کې رامنځته شوی چې افغانستان له وړاندې هم د اقلیمي بدلونونو، بې‌ځایه کېدو او کمزوري زیربناوو له امله د طبیعي پېښو پر وړاندې ډېر زیانمن بلل کېږي.

د کارپوهانو په وینا، د سختو اورښتونو، د غرنیو سیمو جغرافیې وضعیت او د اوبو د مدیریت د کمزورۍ له امله سېلابونه په وروستیو کلونو کې ډېر زیات شوي دي.

د وروستیو معلوماتو له مخې، دغو سېلابونو تر اوسه سلګونه کسان وژلي او ټپیان کړي دي، او کورونه، سړکونه، پلونه او کرهنیزې ځمکې یې ویجاړې کړې دي..

د اپرېل تر ۲۹مې پورې شاوخوا ۷۳ زره او ۳۰۰ کسان اغېزمن شوي، چې له دې ډلې نږدې ۵۶ زره او ۹۰۰ کسان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

بشري مرستندویه ادارو تر اوسه له ۳۱ زرو څخه زیاتو کسانو ته مرستې رسولې دي، چې پکې خوراکي توکي، نغدې پیسې، سرپناه، غیر خوراکي توکي، د اوبو او حفظ الصحې خدمات، روغتیايي او تغذیوي مرسته او د خوندیتوب پروګرامونه شامل دي.

راپورونه ښيي چې تر ۷۵۰۰ پورې کورونه یا بشپړ ویجاړ شوي او یا سخت زیانمن شوي دي. همدارنګه سړکونه، پلونه او د کرنې مهمې ځمکې هم سختې اغېزمنې شوې دي، چې د خلکو د ژوند پر اقتصاد یې جدي اغېز کړی دی.

په ورته وخت کې ۶۱ روغتیايي مرکزونه او له ۱۲۰ څخه زیات ښوونځي هم په نسبي توګه زیانمن شوي، چې دغه حالت د روغتیا او زده‌کړې په خدماتو کې جدي خنډونه هم رامنځته کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان هر کال د سېلابونو، وچکالۍ او نورو طبیعي پېښو له امله له سختو بشري بحرانونو سره مخ کېږي، او د اقلیمي بدلون اغېزې د خلکو ژوند لا ډېر زیانمنوي.