په افغانستان کې د ورښتونو دوام د مالي او ځاني زیانونو کچه لاپسې لوړه کړې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویو ادارو او د طالبانو حکومت په جلا جلا راپورونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له کبله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو تازه شمېرې اعلان کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشرې مرستو ادارې (اوچا) د سه شنبې په ورځ [مارچ ۳۱مه] پخپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې اوس هم د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې شدید ورښتونه دوام لري.

اوچا وايي چې د مارچ له ۲۶-۳۱مې نېټې پورې ۱۱۹ تنه وژل شوي، تر ۹۰۰ زیاتې کورنۍ زیانمنې شوې او څه باندې ۶۰۰ کورونه زیانمن او یا هم نړیدلي دي. په معلوماتو کې راغلي چې ۱۵۷ کورنیو مرستې ترلاسه کړې دي.

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي چې سختو بارانونو او سېلابونو د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د خلکو ژوند او کاروبار له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

یونیسف زیاتوي چې مخکې د مخکې نه یې اکمالات کړي وو څو "د بشري شریکانو سره یوځای، اړتیاوو ته سمدستي ځواب" وویل شي.

د طالبانو حکومت د پېښو سره د مبارزې ملي ادارې د چهارشنبې په ورځ [اپرېل لومړۍ] د ځاني او مالي زیانونه تازه شمېرې اعلان کړې.

ددغې ادارې ویاند محمد یوسف حماد په اېکس پاڼې کې د یوې لنډې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ورښتونو او سیلابونو شپږ کسان وژلي او اوه تنه ټپیان کړي دي.

د حماد په وینا بارانونه او سیلابونه په کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر، پکتیا، پکتیکا، زابل، غور، خوست، لوګر میدان وردګ، سرپل، فاریاب، کنړ، لغمان، بدخشان، بادغیس، ارزګان ولایتونو کې شوي دي.

له پیښو سره د مبارزې ملي اداره وایي د مارچ میاشتې له ۲۶مې څخه تر اوسه پورې د بارانونو، سېلابونو او تالندې او بریښنا له امله ټولټال ۴۸ کسان وژل شوي او ۷۳ نور ټپیان شوي دي. د یادې ادارې په وینا دغو سېلابونو تر اوسه ۳۱۹ کورونه په بشپړ ډول او ۱۲۵۷ کورونه په نسبي ډول ویجاړ کړي دي.

اړوندې ادارې وايي چې ارقام د هرې ورځې په تېرېدو بدلېږي ځکه چې د سروې او ارزونې سربیره په راتلونکو ورځو د لا زیاتو ورښتونو اټکل شوی دی.

افغانستان تل د کال پدې فصل کې تر ډېره د ورښتونو او سېلابونو شاهد وي. په تېرو کلونو هم ورته طبعي پېښو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې سېلابونه په ناروغۍ د انسانانو د اخته کېدو خطر زیاتوي.