افغانستان ممکن له تر ټولو سخت خوراکي او عایداتي کمښت سره مخ شي – راپور

د 'قحطۍ د واردمخه خبرداري سیستمونو شبکې' په یوه راپور کې ویلي چې اټکل کیږي افغانستان په راتلونکو دریو میاشتو کې له تر ټولو سخت خوراکي او عایداتي کمښت سره مخ شي.

په دې راپور کې چې د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۰) خپور شوی، د فاریاب، غور او دایکندي کې وضعیت جدي بللی شوی، ځکه د دې ادارې د موندنو په اساس، په دغو دریو ولایتونو کې خوراکي توکي زیرمه شوي نه دي او د خلکو د خوراکي توکو د پیرودلو وړتیا کمزورې بلل شوې ده.

د قحطۍ د واردمخه خبرداري سیستمونو شبکه، په ۱۹۸۵ کال کې د متحده ایالتونو د نړیوالې پراختیا ادارې یا "یو اېس اې ای ډي" د ختیځې او لویدیځې افریقا په وچو کې د یوې وژونکې قحطۍ په غبرګون کې او د احتمالي خوراکي امنیت بحرانونو په اړه د غوره او پر وخت خبردارۍ لپاره جوړه شوه.

دا شبکه د موجودو او راتلونکو حادو خوراکي ناامنیو په اړه په وخت، دقیق، د شواهدو پر بنسټ، شفاف او د واردمخه خبرداریو معلومات او تحلیلونه وړاندې کوي.

د دې شبکې په راپور کې راغلي چې د خوراکي توکو د بیو د ثبات سره سره، د کورنیو عاید ممکن محدود وي، ځکه د ژمي په موسم کې د کرنې او ورځني کار فرصتونه په ښکاره توګه کم شوي دي.

د قحطۍ د واردمخه خبرداري سیستمونو شبکې ویلي چې د دې وضعیت سره د مقابلې او خواړو ته د لاسرسي لپاره، خلک منفي لارو چارو لکه د څارویو پلورلو، د نجونو مخکې له وخته واده کولو او سوال کولو ته مخه کوي.

پرله پسې وچکالي، له بهر څخه افغانستان ته د کورنیو د پیسو د لېږد کمېدل، د کاري فرصتونو نشتوالی، د کډوالو پراخه راستنېدنه او په هیواد کې اقتصادي رکود د دې وضعیت له مهمو لاملونو څخه ګڼل شوي دي.

دا وضعیت په کلیوالي سیمو کې، چېرته چې د بهرنیو مرستو د کمښت له امله بشري مرستې په شدت سره کمې شوې دي، ډېر حاد بلل شوی او د هغو سیمو وضعیت زیانمن ښودل شوی چې د بېرته راستنېدونکو کډوال په کې مېشت شوي دي.

د دې راپور په اساس، یوازې په تېر ډسمبر او جنورۍ میاشتو کې شاوخوا ۵۰۷ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په زور افغانستان ته راستانه شوي، چې دې کار په افغانستان کې د کار او د ژوند په کمزورو سرچینو، لا ډېر فشار راوړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام هم خبرداری ورکړی چې افغانستان په نړۍ کې د لوږې له یو له تر ټولو سختو بحرانونو سره مخ دی.

د دې ادارې د راپور په اساس، په افغانستان کې د روان میلادي کال تر مارچ میاشتې پورې ۱۷.۴ میلیون کسان به له سختې خوراکي ناامني سره مخ شي او اټکل کیږي چې له دې شمېر څخه ۹.۴ میلیون ماشومان او امېندوارې یا شېدې ورکوونکې مېندې په خوارځواکۍ اخته شي.

ملګرو ملتونو له دې وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو چې د افغانستان ۷۵ سلنه نفوس له معیشتي ناامني څخه کړیږي، چې په کې ښځې تر ټولو زیان منونکي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۲۱.۹ میلیون کسان – د نفوس ۴۵ سلنه – په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري او دا سازمان د هغوی د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱.۷۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.