پویان: د مهاجرینو هرکلي ته مکمل انتظامات نیول شوي

په پیښور کې د افغانستان جنرال قونسل ښاغلی عبدالله وحید پویان وايي چې د لوی اختر نه پس به له پاکستانه د افغان مهاجرینو د ستنیدو بهیر نور هم گړندی شي او داخل کې ورته د دولت لخوا د هرکلي او استوگنې دپاره لازم انتظامات نیول شویدي

ښاغلی پویان چې دا وخت په رسمي سفر کابل کې د دی او د مهاجرینو د مشکلاتو په اړه ېې د ولمسشر او اجرایه ریس سره لیدلي. په یوه تیلفوني مرکه کې ښاغلي پویان ویلي چې افغان ولسمشر د پاکستان نه ورغلو د مهاجرینو د مشرانو سره خبرو کې کابل او نورو ولایتونو کې د زرهاو په شمیر نومرې د مهاجرینو دپاره ځانگړې کړیدي او ډاډ ېې ورکړیدی چې ټول افغانستان د دوي کور دی او هرچرته چې بیا ابادیدل غواړي ،دولت به ورسره مرسته کوي.

ښاغلي پویان دا هم وویل چې افغان ولسمشر ټولو اړونده ادارو او ارگانونو ته هدایت ورکړیدي چې راستنیدونکو مهاجرینو د راتگ ،بیا ابادۍ او ټولنه کې د عادي ژوند پیل کولو په لړ کې د مکمله همکاري وکړي.

هغه دا هم وویل چې افغان تجاران چې پاکستان نه خپل کاروبار او نورې اثاثې افغاستان ته نقلوي، افغان دولت ورسره هر ډول کومک ته حاضر دی.

Your browser doesn’t support HTML5

په پیښور کې د افغانستان د جنرال قونسل عبدالله وحید پویان سره مرکه