هرات کې د 'ناپېژاندو وسله والو' په برید کې اوه ملکي وګړي وژل شوي

Breaking News خبر فوری بیړنی خبر Pashto

په افغانستان کې محلي رسنیو خبر ورکړی چې د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د "ناپېژاندو وسله والو" په برید کې یو شمېر ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري آژانس او ځېنو نورو رسنیو لیکلي چې وسله والو په هغو ملکي وګړو ډزې کړې چې د جمعې د ورځې د رخصتۍ د تېرولو لپاره په یو سېل ځای کې راټول شوي وو.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دغه خبر تائید کړی دی.

قانع د جمعې په ورځ [اپرېل ۱۰مه] په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې "د هرات ولایت اړوند د انجیل ولسوالۍ د قبرزون کلي یوه سیل ځای ته نږدې په موټرسایکل سپاره ناپېژانده وسله‌وال کسان ورغلي، او هلته یې پر ورغلو ملکي وګړو چی معمولا د جمعي ورځې په رخصتي کی یاد سیل ځای کې را ټولیږی ډزې کړي."

قانع زیاتوي چې په پېښه کې اوه تنه وژل شوي او ۱۳ تنه ټپیان شوي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ځېنو ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه برید په کلکو ټکو غندلی او دا يي د "بشري ضد عمل" بللی دی.

د ملي پخلاینې د شورا پخواني مشرعبدالله عبدالله په ملکي خلکو برید "غیر انساني او له تاوتریخوالي ډک اقدام" بللی او دا عمل یې په کلکه غندلی دی.

عبدالله عبدالله له اړوند ادارو څخه غوښتي چې د دې پېښې د "عاملینو په موندلو او سزا ورکولو کې جدي اقدامات ترسره کړي."

تراوسه پورې کوم کس او یا هم کومې ډلې د پېښې مسؤلیت نه دی منلی او طالبان هم برید کوونکي "ناپېژانده وسله وال" بللي دي.