یوناما په هرات کې د وسله وال برید د "بشپړې څېړنې' غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په هرات کې د وروستۍ حملې په اړه د څېړنو د پیل کېدو غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د یوناما سرپرستې جورجېت ګانوین د یکشنبې په ورځ [اپرېل ۱۲] د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي: "د حاکمو چارواکو څه غواړو چې بشپړې څېړنې [د هرات د برید په تړاو] وکړي او ډاډ رامنځته کړي چې په افغانستان کې د وسله والو تاوتریخوالو په وړاندې د ټولو پرګنو څځه ساتنه کېږي."

په اعلامیه کې راغلي چې یوناما د هرات په برید کې د ۱۱ کسانو وژل کېدل او د ۱۱ نورو ټپي کېدل تائیدوي. د یوناما په حواله په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بنېټ دغه برید "وحشیانه" بللی او ویلي چې برید نه یوازې دا چې باید وغندل شي بلکې په مستقله توګه وڅېړل شي.

بنېټ د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د برید عاملان باید محاکمه شي. ده د پېښې قربانیان شیعه ګان بللي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د جمعې په ورځ [اپرېل ۱۰مه] په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي وو چې "د هرات ولایت اړوند د انجیل ولسوالۍ د قبرزون کلي یوه سیل ځای ته نږدې په موټرسایکل سپاره ناپېژانده وسله‌وال کسان ورغلي، او هلته یې پر ورغلو ملکي وګړو چی معمولا د جمعي ورځې په رخصتي کی یاد سیل ځای کې را ټولیږی ډزې کړي."

تراوسه پورې کوم کس او یا هم کومې ډلې د پېښې مسؤلیت نه دی منلی او طالبانو هم برید کوونکي "ناپېژانده وسله وال" بللي دي.