د شینډنډ ولسوالۍ اوسیدونکي او مشران وایي چې د ملا رسول د اړخ د طالبانو قوماندان ملا ننگیالی د خپلو ١٠٠ تنو جنگیالیو سره د دولت سره یوځای شوی دی.
د شینډنډ د "چهار محل" د سیمې اوسیدونکی حضرت الله سروري د امریکا غږ ته ویلي چې هغه پخپله د شینډنډ په امینه قوماندانۍ کې د دولتي ځواکونو سره ددغو کسانو د پیوستون شاهد و.
ښاغلي سروري وویل چې د ملا اختر محمد منصور د ډلې د یو قوماندان ملا صمد او د ملا ننگیالي ترمنځ په وروستیو نښتو کې د واړو خواو څخه لږ تر لږه ١٠٠ جنگیالي وژل شوي دي او څه پاسه پنځوس تنه نور ټپیان شوي دي.
په دې ترڅ کې د هرات محلي مقامات افغان امنیتي ځواکونو ته د ملا ننگیالي تسلیمدل ردوي او وایي چې په شنډنډ کې د طالبانو د دوو مخالفو ډلو په نښتو کې شاو خوا ۲۰۰ جنگیالي وژل شوي او په لسگونو نور یاغیان ټپیان شوي دي.
د هرات د والي ویاند فرهاد جیلاني د امریکا غږ ته وویل چې طالبانو په دغو جگړو کې ملکي وگړي په ډیره ناوړه توگه وژلي او سرونه یې ترې غوڅ کړي دي. هغه زیاتوي چې د هرات د شینډنډ په ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه د تیارسئ په حالت کې دي او د طالبانو پر ضد د عملیاتو لپاره د هرات د پوځي شورا امر ته انتظار باسي.
خو د هرات ولایت یو لوړپوړي مقام چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي دولت ته د ملا ننگیالي تسلیمیدل تائید کړل.
تیره ورځ افغان امنیتي ځواکونو د شینډنډ په ولسوالۍ کې د طالبانو مرچلې چې د دریو ورځو راهیسې په خپلمنځي جگړو کې ښکیل وو، د توپ په مرمیو وویشتلې. د طالبانو د دوو مهمو قوماندانانو ملا صمد او ملا ننکیالي د پلویانو ترمنځ تاوتریخوالی درې میاشتې دمخه د طالبانو نوي مشر ته د بیعت کولو پر سر رامنځ ته شو.
له بلې خوا د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي چې په تیرو ٢۴ ساعتونو کې د ارزگان، هلمند، بغلان، ننگرهار، کاپیسا او تخار په ولایتونو د امنیتي او دفاعي ځواکونو په گډو عملیاتو کې ۴۲ یاغیان وژل شوي او ۳۶ نور جنگیالي ټپي شوي دي. په دغو نښتو کې د ملي اردو د څلورو سرتیرو د وژل کیدو خبر هم ورکړل شوی دی.