افغان سوداګر وايي د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله اوس هڅه کوي نوي سوداګریزې لارې او شبکې رامنځته شي څو د لا زیانونو مخه ونیول شي.
د سیمې د سوداګریزو چارو کارپوهان وایي چې اوس د افغانستان له ۶۰ سلنې څخه زیات تجارت د مرکزي اسیا له لارې ترسره کېږي.
افغانستان تر دې وړاندې وروسته له هغې چې د تېر کال په وروستیو کې له پاکستان سره د سرحدي ترینګلتیاوو په نتیجه کې د کراچۍ بندر ته لاسرسی ګډو وډ او بند شو، د بندر عباس له لارې د سوداګریزو لارو په برخه کې پر ایران ډېره تکیه کوله.
خو د هرمز تنګي کې بېثباتيو او د ایران په عباس بندر کې ګڼهګوڼه، د سوداګریزو چارو لا زیاتې لوژستیکي ستونزې رامنځته کړې او د اړتیا وړ ګڼ شمېر توکي یې ځنډولي دي.
د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي، چې د نړیوال تیلو او سوداګریزو لېږدونو یوه لویه برخه له همدې لارې تر سره کیږي چې پدې سیمه کې دوامدارې بېثباتۍ لا دمخه د ګاونډیو هېوادونو پر اقتصادي حالاتو اغېزې کړې دي.
افغانستان ته خوراکي توکي او نفتي محصولات د مرکزي اسیا او روسیې له لارې واردېږي، په داسې حال کې چې نور سوداګریز توکي د ترکیې له لارې لېږدول کېږي او وروسته د اورګاډي پټلۍ له لارې د ایران یا اذربایجان له لارې افغانستان ته ور رسېږي.