نن سې شنبه د روان ۱۳۹۹ کال د زمري میاشتې ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۱کالیزه ده.
د یادې ورځې لمانځلو په مناسبت په دولتي او خصوصي کچه بېلابېل مراسمو نیول شوي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سې شنبه اګست ۱۸مه (زمري ۲۸مه) د هیواد د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو د ۱۰۱کالیزې په مناسبت د افغانستان دفاع وزارت کې د ازادۍ پر څلې د ګلو ګېدۍ کېښوده.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو په اساس د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او همدارنګه د چک،هنګري او لیتوانیا ولسمشرانو ښاغلي غني ته د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو د کالیزې به مناسبت د مبارکۍ پیغامونه لېږلي دي.
ښاغلی اردوغان وایي: ترکیه به د سولې د تامین لپاره له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته چې د تلپاتې سولې، امنیت او هوساینې لپاره د کوښښونو له پلوه له یوې حساسې دورې څخه د تېرېدو په حال کې دي، خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.
— ارگ (@ARG_AFG) August 17, 2020
د دې ترڅنګ په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن، د هند او کاناډا سفارتونو هم پر خپل ټوېټر حسابونو افغانانو ته د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې مبارکي ویلې ده.
په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې په مناسبت پر خپل ټوېټر حساب لیکلي چې امریکا د یو متحد او ډموکراټیک افغانستان څخه چې د ټولو حقوق پکې خوندي ملاتړ کوي.
Congratulations to the Afghan people on 101 years of independence. We support your determination to secure a united, democratic Afghanistan where the rights of all are protected & respected. We look forward to a next 101 years of peace & prosperity! -KD #EnduringPartnership
— Chargé d’Affaires Ross Wilson (@USAmbKabul) August 18, 2020
نوموړي هیله ښودلې چې ۱۰۱ کال په افغانستان کې د سولې کال وي.
کاناډا هم ټولو افغانانو ته د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو مبارکي ویلې ده.
د آزادی ورځ دټولو افغانانو ته مبارک وی! کاناډا په افغانستان هغو ډیری نارینه او ښځو ته سلام کوی څوک چی په دی هیواد کی دسولی او روښانه راتلونکی دپرمختګ لپاره هیڅی کوی.
— Canada in AFG (@CanEmbAFG) August 18, 2020
په افغانستان کې د هیواد د خپلواکۍ په مناسبت په دولتي او جصوصي کچه هم بېلابېل پروګرامونه هم نیول شوي دی.
افغانان وايي، د خپلواکۍ د بیرته تر لاسه کولو د ورځې لمانځلو څخه یې هدف د شاه امان الله خان غازي د ارمانونو پوره کول دي.