افغانستان د جنوبي آسیا د فوټبال لوبو کې دویم شو

افغانستان په ۲۰۱۳ کال کې هند ته ماتې ورکړې وه.

هند د جنوبي اسیا د فوټبال فدراسیون سیالیو په پایلوبې کې افغانستان ته دوه- یو ماتې ورکړه او د ۲۰۱۵ کال اتلولي یې وګټله.

لوبه د هند د کریله په لوبغالي کې وشوه چې زرګونه نندارچیان ورغلي وو. د افغان لوبغاړو د هڅونې لپاره له کابل څخه یو شمېر چارواکي هم ورغلي وو.

د لوبې له پیل نه تر پایه افغانانو ښه لوبه وکړه، خو بخت د هند یار و.

د لوبې لومړنۍ پاڼۍ صفر صفر خلاصه شوه خو، په دویمې پاڼۍ کې افغانستان لومړی ګول وکړ، مګر څو دقیقې وروسته هند هم ګول وکړ او لوبه یې یوه-یوه مساوي کړه. افغان ګول وهونکی زبیر امیري و.

دواړو خواوو ته څو وارې د نورو ګولونو د وهلو زمینې هم برابرې شوې، خو ونه توانېدل.

د لوبې په اضافي ۳۰ دقیقو کې بیا هم افغانانو ښه لوبه وکړه او د هند پر ګول يې پرلپسې یرغلونه وکړل، خو کومه نتیجه یې ورنکړه او یا هم د هند ګول ساتونکی غښتلی و چې د افغانانو شوټونه یې را ورګرځول.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو چارواکو هم دغه لوبه پر تلویزون ولیدله.

په اضافي وخت کې د هند کپټان سونیل چتري د افغانستان د دفاع لیکه ماته، دویم ګول یې وواهه او خپل هېواد یې د اتلولۍ پوړ ته ورسوه.

د لوبې په وروستیو شېبو کې افغان لوبغاړو دعوه وکړه چې توپ د هند د یو دفاعي لوبغاړي په لاس لګېدلی او پنالټي ده، خو لوبڅار ونه مانه.

دا شېبه په وار وار په تلویزون ښکاره کړل شوه او توپ له ورایه ښکارېده چې د هندي لوبغاړي په لاس لګېدلی و، خو شاید لوبڅار لیدلی نه وي.

افغان روزونکي پېټر سېګرت لوبڅار ته احتجاج وکړ، خو هغه ونه مانه او له لوبغالي يې د افغان روزونکي د ویستلولارښوونه وکړه.

که لوبڅار دغه پنالټي ليدلې وای ښايي د لوبې پایله بدله وه.

د هند کپټان چتري افغان لوبغاړي غښتلي سیالان وبلل.

د دغو سیالیو غوره ګول وهونکی افغان لوبغاړی خیبر اماني شو چې څلور ګولونه یې وهلي وو.

افغانستان ته د دویم مقام د ګټلو له کبله ۲۵۰۰۰ ډالره جایزه هم ورکړل شول.

افغانستان د جنوبي اسیا د فوټبال فدراسیون په دغو سیالیو کې سرېلنکا، بنګلدېش او مالدیف ته ماتې ورکړې.

افغانستان او هند درې وارې د جنوبي اسیا د فوټبال د فدراسیون د کپ په پایلوبې کې له یو بل سره مخامخ شوي، دوه وارې هند او یو وارې افغانستان اتل شوی دی.

دغه سیالۍ په دوو کلونو کې یو وارې کیږي.